د معمار پرس د خبر له مخې؛ په برتانیا کې د افغانستان پخواني سفیر زلمي رسول په یوه پیغام کې ویلي، چې دیپلوماسۍ ته پام کوي او له طالبانو سره جګړه مناسبه حللاره نه ګڼي. نوموړي په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو اترو مخالفت هم وکړ او ویې ویل چې دا مذاکرات به د افغانستان د راتلونکي حکومت په توګه د طالبانو په رسمیت پېژندلو لامل نه شي. هغه ټینګار وکړ چې افغانستان لا هم شتون لري او موږ باید د ښې راتلونکې لپاره هڅې وکړو. نوموړي دغه راز په افغانستان کې د ډيموکراسۍ د بنسټونو پر پياوړتيا ټينګار وکړ او ويې ويل، اداري فساد په دغه هېواد کې د ډيموکراسۍ په کمزوري کولو کې مهم رول لوبولى دى.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=5751
۱ کال پیش
شماره خبر 5751
منتشر شده در ۱۳:۰۴ - اسد ۲۴, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email