د افغانستان ورځنی یو میلیون ډالري زیان

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا خبرداری ورکړی چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د پولو بند پاتې کېدل، افغانستان ته هره ورځ نږدې یو میلیون ډالري اقتصادي زیان رسوي.
د افغانستان ورځنی یو میلیون ډالري زیان

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچونو دوام، په ځانګړې توګه په سرحدي سیمو کې، افغانستان ته جدي اقتصادي او امنیتي پایلې لري.

د راپور پر بنسټ، د مهمو سرحدي پولو لکه تورخم او سپین بولدک د بند پاتې کېدو له امله، افغانستان هره ورځ شاوخوا یو میلیون ډالري اقتصادي زیان سره مخ کیږي. دغه زیانونه د سوداګرۍ کمښت، د توکو بیو لوړوالی، او د خوراکي توکو او اړینو توکو د رسونې د زنځیر ګډوډي شاملوي.

امنیت شورا ټینګار کړی چې د پولې وروستي کړکېچونه د طالبانو د سرحدي ځواکونو او د پاکستان د پوځ ترمنځ د مستقیمو نښتو له امله رامنځته سوي، او که بنسټیزو مسایلو ته پام ونه سي، د دواړو اړخونو ترمنځ د نظامي مخامخۍ خطر سته؛ داسې وضعیت چې سیمه‌ییز ثبات تهدیدوي.

دغه نهاد دواړو خواوو ته سپارښتنه کړې چې د خبرو اترو او ډیپلوماتیک منځګړتوب له لارې اختلافات هوار کړي او زمینه برابره کړي ترڅو سرحدونه بیا پرانستل سي او اقتصادي اړیکې له سره پیل سي

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x