د «افغانستان همدل ۳» د غونډې وروستۍ اعلامیه

د «افغانستان همدل ۳» د غونډې وروستۍ اعلامیه

د «افغانستان همدل ۳» د غونډې ګډونوالو په خپلې وروستۍ اعلامیه کې د ایران د اسلامي جمهوریت او د اسلامي انقلاب د رهبر ملاتړ اعلان کړی، پر ایران د امریکا وروستي ګواښونه یې غندلي، او د افغانستان د ولس، په ځانګړي ډول د افغان کډوالو، له دولت او ولس سره د پیوستون او همغږۍ پر اړتیا یې ټینګار کړی دي.

د «افغانستان همدل ۳» غونډه د افغان کډوالو د یوې ډلې په نوښت، او په ایران کې د مېشتو د افغانستان له اویاوو څخه د زیاتو سیاسي، فرهنګي، ټولنیزو او رسنیزو فعالانو په ګډون، د ۱۴۰۴ لمریز کال د دلو د میاشتې په ۱۶مه نېټه، د مشهد په ښار کې ترسره سوه.

د دې غونډې ګډونوالو د ایران د اسلامي جمهوریت او د اسلامي انقلاب د رهبر ملاتړ اعلان کړ، پر ایران د امریکا وروستي ګواښونه یې وغندل، او د افغانستان د ولس، په ځانګړي ډول د افغان کډوالو، له دولت او ولس سره پر ټینګ پیوستون یي ټینګار وکړ.

په دې غونډه کې ګډون کوونکو شخصیتونو د دواړو ملتونو تاریخي او فرهنګي اړیکو ته په اشارې سره، د ایران د اسلامي جمهوریت ملاتړ یو اخلاقي او انساني مسوولیت وباله، او ټینګار یې وکړ چې پر ایران د امریکا ګواښونه، په حقیقت کې پر اسلام او مسلمانانو ګواښ بلل کېږي.

د «افغانستان همدل ۳» غونډه د هغو پرله‌پسې پروګرامونو له لړۍ څخه ده چې د افغان کډوالو او کوربه ټولنې ترمنځ د همغږۍ او یووالي د پیاوړتیا په موخه ترسره کېږي. دا پروګرام په وروستیو کلونو کې د افغان کډوالو د فرهنګي او ټولنیزو لیدلورو د خبرو، سلا مشورو او شریکولو پر یوه مهم ډګر بدل سوی دی.

د غونډې په پای کې، د ګډونوالو له لوري یوه اعلامیه ترتیب او ولوستل سوه، چې متن یې په لاندې ډول دی:
بسم الله الرحمن الرحیم
قَاتِلُوهُمْ يُعَذِّبْهُمُ اللَّهُ بِأَيْدِيكُمْ وَيُخْزِهِمْ وَيَنْصُرْكُمْ عَلَيْهِمْ وَيَشْفِ صُدُورَ قَوْمٍ مُؤْمِنِينَ
(سورة التوبه، ۱۴ آیت)

د اسلامي امت د تاریخ په دې حساسې مرحلې کې، یو ځل بیا یو ستر حقیقت زموږ پر وړاندې ولاړ دی: د نړیوالو زورواکو ځواکونو له لوري د ایران د اسلامي جمهوریت پر وړاندې مخامخوالی .

دا حالت یوازې یوه سیاسي یا سیمه‌ییزه شخړه نه ده، بلکې د دوو نړۍ‌لیدونو ټکر دی؛ د لوېدیځ د بې‌دینه فکري نظام او د الهي واکمنۍ ترمنځ ټکر، هغه واکمني چې پر توحید، عدالت، انساني کرامت او د بې‌وسو پر ملاتړ ولاړه ده.

د ایران اسلامي انقلاب د اسلامي واکمنۍ د بېلګې په وړاندې کولو سره، د زورواکۍ د نظامونو فکري او سیاسي جوړښتونه له جدي ننګونو سره مخ کړي دي، او د اسلامي امت د دفاع په لاره کې، په ځانګړي ډول د بیت‌المقدس د سپېڅلې قضیې او د فلسطین د مظلوم ولس د ملاتړ په برخه کې، یو روښانه او الهام‌بښونکی کارنامې پرې ایښي دي. نن دا مخامخوالی د حق د جبهې او د نړیوال کفر د جبهې ترمنځ یوې برخلیک ټاکونکې مرحلې ته رسېدلی دی.

اوس چې د زمانې فرعونیان، یعنې جنايتکاره امریکا او  صهیونیستي رژیم، له کلونو کلونو تېریو او د غزې، یمن، افغانستان، سوریې او لبنان د سلګونو زرو بې‌دفاع انسانانو له وژلو وروسته، په ښکاره ډول د ایران اسلامي جمهوریت، چې د اسلامي مقاومت بنسټیزه ستنه بلل کېږي، او د نړۍ د مسلمانانو ستر رهبر او ولي امر، په پوځي بريد  ګواښي ، د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو دفاع د نړۍ د ټولو مسلمانانو او ازادي‌غوښتونکو، په ځانګړي ډول د اسلامي امت د پوهانو او مخورو، الهي دنده بولو.

د افغانستان دروند ولس، په ځانګړي ډول هغه افغان کډوال چې د ایران په اسلامي جمهوریت کې مېشت دي، د دغو ګواښونو او د اخلاقو او نړیوالو قوانینو خلاف کړنو د کلکې غندنې ترڅنګ، په لاندې ټکو خپل دریځ څرګندوي:

۱. د افغانستان ولس او په ایران کې مېشت افغان کډوال، د امریکا دولت او د  صهیونیستي رژیم ښکاره او پټې لاسوهنې په کلکه غندي، او د ایران د اسلامي جمهوریت، د اسلامي انقلاب د هوښیار رهبر، او د اسلامي انقلاب د بنسټیزو موخو د هر ډول ملاتړ لپاره خپل بشپړ چمتووالی اعلانوي.

۲. زموږ ګرانو وروڼو او خویندو ته په ایران کې دا پیغام ورکوو چې د افغانستان مؤمن ولس او د دې خاورې مدافعین، د جهاد او مقاومت په ټولو ډګرونو ــ که میداني وي، که فرهنګي، سیاسي او که رسنیز ــ ستاسو تر څنګ ولاړ دي، او لکه د اسلامي انقلاب د تېرو سختو پړاوونو په شان، چمتو دي چې د ایران له ولس سره اوږه پر اوږه قرباني ورکړي او خپل الهي مسوولیت ادا کړي.

۳.. ستر شيطان، امريکا، جنايتکاره صهيونيستي رژيم او د هغوی ټول ملاتړي دې پوه سي چې د ایران د اسلامي جمهوریت او د مسلمانانو د ولي امر، او د مظلومو ملتونو د عزت او ازادۍ د بیرغ‌لرونکي پر وړاندې هر ډول تېری به له قاطع ځواب سره مخ سي. که پر ایران اسلامي جمهوریت هر ډول یرغل وسي، نو د هغوی ټولې پوځي اډې او ګټې به د نړۍ په هر ګوټ کې د اسلامي مقاومت د ځواکونو مشروع هدف وګرځي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x