له نړیوالې ټولنې څخه د اوچا غوښتنه یوازې مالي غوښتنه نه ده، بلکې د افغانستان په بشري تشه کې د ژوروالي په اړه یو جدي خبرداری دی. که نړیوالې مرستې د اوږدمهاله پلانونو، د معیشت پیاوړتیا او د اساسي خدماتو بیا رغونې سره نه وي، موجوده بحران ممکن یوې دایمي ستونزې ته واوړي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې ادارې (اوچا) تازه راپور ښيي چې د افغانستان بشري بحران یوې اوږدمهاله او ستړې کوونکې مرحلې ته داخل سوی دی. ۲۰۲۶ کال لپاره د نږدې ۲۲ میلیونو کسانو اړتیاوې اټکل ښيي چې نږدې نیمایي د هېواد نفوس لاهم د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړ دي؛ دا وضعیت یوازې لنډمهاله بحران نه دی، بلکې د اقتصادي او ټولنیزو جوړښتونو کرار کرار سقوط څرګندوي.
په راپور کې د څو بحرانی عواملو هممهاله شتون روښانه سوی دی. کلونه جګړه، دوامداره اقتصادي کمزوري، په اساسي خدماتو کې د پانګونې کمښت او د ټولنې یوې لویې برخې د ژوند سرچینو ته محدود لاسرسی د خلکو د مقاومت ځواک کمزوری کړی دی. سربېره پر دې، پراخه خوراکي ناامني، د کډوالو جبري راستنېدل، پرلهپسې وچکالي او د اقلیمي بدلون اغېزې د زیانمنو ټولنو پر ژوند اضافي فشارونه راوستي دي.
یوه اندېښمنه برخه په سیستماتیک ډول د ښځو او انجونو له ټولنیز او اقتصادي ژوند محرومیت ښيي؛ دا یوازې د بشري حقونو مسله نه ده، بلکې د اقتصادي بیا رغونې او ټولنیز ثبات پر وړاندې جدي خنډ ګڼل کېږي. د نفوس نیمایي برخه له تولید او زدهکړې پروسې ایستل، د هر ډول پایدار پرمختګ لیدلوری له شک سره مخ کوي.
په داسې شرایطو کې د اوچا غوښتنه له نړیوالې ټولنې څخه یوازې مالي غوښتنه نه ده، بلکې د افغانستان په بشري تشه کې د ژوروالي په اړه یو جدي خبرداری دی. که نړیوالې مرستې د اوږدمهاله پلانونو، د معیشت پیاوړتیا او د اساسي خدماتو بیا رغونې سره نه وي، موجوده بحران ممکن یوې دایمي ستونزې ته واوړي؛ داسې حالت چې پایلې یې نه یوازې د افغانانو، بلکې د سیمې د ثبات لپاره هم اغېزمنې دي.



