د افغانستان د چارو لپاره د ناروې ځانګړي استازي په بیجینګ کې د طالبانو له سفیر سره په لیدنه کې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې به بشري مرستې، د اقلیم د بدلون ملاتړ، او د کوکنارو بدیل کښت دوام ومومي. د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان لپاره د ناروې ځانګړي استازي پاول کلومن په چین کې د طالبانو له سفیر اسدالله بلال کریمي سره د یوې غونډې په ترڅ کې اعلان وکړ چې ناروې به په افغانستان کې بشري ملاتړ ته دوام ورکړي. هغه ټینګار وکړ چې دا مرستې به په ځانګړې توګه د اقلیم بدلون، د کوکنارو بدیل کښت او د افغانانو د ژوند شرایطو ښه کولو باندې متمرکزه وي. د افغانستان لپاره د ناروې ځانګړي استازي په غونډه کې یادونه وکړه چې ناروې تل هڅه کړې چې افغانستان نړیوالې ټولنې ته نږدې کړي او په دې لاره کې خنډونه کم کړي.

- 35
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=121597
- کې خپور شو 12:28 ب.ظ
- د خبر شمیره 121597
- February 24, 2025
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=121597
- کې خپور شو 12:28 ب.ظ
- د خبر شمیره 121597
- February 24, 2025
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 14:29 - February 24, 2025
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



