د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان کړی چې ټام ویسټ د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی له دندې لرې شوی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې ټام ویسټ د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه له ټاکل کیدو راهیسې د امریکا د ملي ګټو او د افغانانو د هوساینې لپاره نه ستړي کیدونکي هلې ځلې کړې دي. ټام ویسټ د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر میاشت کې د افغانستان په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=10841
۲ میاشتی پیش
شماره خبر 10841
منتشر شده در ۱۴:۲۶ - میزان ۱۱, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email