د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ محمد صادق خان، د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی ، په اسلامآباد کې له ایندریکا راتواته، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما)، سره د هغه څه په اړه خبرې وکړې چې هغه یې «د پولې اړوند ترهګري» او د افغانستان له خاورې سرچینه اخیستونکي امنیتي ګواښونه بولي.
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي د پنجشنبې په ورځ (۲۳ دلو) په ټولنیزې شبکې اکس کې د دې لیدنې یوه انځور خپور کړ او ويي لیکل چې په دې غونډه کې د «سیمهییزو امنیتي ستونزو په اړه چې د افغانستان په خاوره کې مېشتو ترهګرو ډلو لخوا رامنځته کیږي» خبرې سوې دي.
په دې لیدنه کې ایندریکا راتواته، په افغانستان کې د یوناما د بشري مرستو همغږي کوونکې، اود سیسي مالک ، د یوناما د دفتر مشر په اسلامآباد کې ګډون درلود.
د پاکستان د ځانګړي استازي په وینا، دواړو خواوو د دې ډاډ ورکولو پر ارزښت ټینګار وکړ چې د افغانستان خاوره باید د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول سي او د دې ګډو ګواښونو د مخنیوي لپاره یي د سیمهییزو او نړیوالو هڅو غوښتنه وکړه.
د صادق خان لهخوا د خپور سوي یاداښت په بنسټ، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت، د امنیتي وضعیت بدلونونه، سوداګرۍ او سیمهییز مسائل د دې ناستې نور اصلي موضوعات وو. همدارنګه پر دې ټینګار وسو چې د ثبات د لوړولو، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې همغږۍ، بشردوستانه همکاریو او په سیمه کې د دوامداره اقتصادي پرمختګ لپاره تعامل او همکاری دوام وکړي.
د ملګرو ملتونو او د پاکستان استازو تيره ورځ هم د افغانستان د بشري حقونو په اړه خبرې اترې کړي وې.




