د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د اروپا–مدیترانې د زلزلو د ثبت مرکز خبر ورکړی چې د افغانستان په شمالختیځ کې د ۵.۶ درجې ریشتر په شدت زلزله رامنځته سوې ده.
د اروپا–مدیترانې د زلزلو د څار مرکز ویلي چې دا نسبتاً شدیده زلزله د جمعې په سهار، د قوس میاشتې په ۲۸مه، د ځایي وخت له مخې د سهار په ۱۰:۰۹ بجو رامنځته سوې ده.
د یاد مرکز د معلوماتو پر بنسټ، د زلزلې مرکز د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار څخه شاوخوا ۵۰ کیلومتره جنوب لور ته موقعیت درلود. د زلزلې شدت ۵.۶ درجې د ریشتر په کچه او ژوروالی یې ۳۵ کیلومتره ثبت سوی دی.
د دې پېښې د کم ژوروالي له امله، د زلزلې لړزې د مرکز ته نږدې سیمو کې نسبتاً سختې احساس سوې دي.
د لومړنیو راپورونو له مخې، دا زلزله په تالقان، خانآباد، نهرین، فرخار، بغلان او د شاوخوا یو شمېر کلیو کې هم احساس سوې ده.
تر دې دمه د ځاني تلفاتو او یا هم د درنو مالي زیانونو راپور نه دی ورکړل سوی؛ خو د سیمې اوسېدونکي وایي چې د څو شېبو لپاره سخت وېرېدلي او اندېښمن سوي وو.



