د افغانستان سره د بشري مرستو او صحي همکاریو د دوام لپاره د هند ژمنه

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر د هند د سفر پر مهال، د هند د روغتیا او د کورنۍ د هوساینې وزیر د طالبانو د عامې روغتیا له وزیر سره په لیدنه کې د افغانستان سره د بشري مرستو د دوام او د صحي همکاریو د پراخولو، په ځانګړي ډول د حیاتي درملو د برابرولو په برخه کې، ډاډ ورکړ.
د افغانستان سره د بشري مرستو او صحي همکاریو د دوام لپاره د هند ژمنه

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو د عامې روغتیا وزیر د هند د سفر پر مهال، د هند د روغتیا او د کورنۍ د هوساینې وزیر جاګات پراکاش ندا د طالبانو د عامې روغتیا له وزیر مولوي نور جلال جلالي سره په لیدنه کې اعلان وکړ چې هېواد یې له افغانستان سره د بشري مرستو او د روغتیا په برخه کې د همکاریو دوام ته ژمن دی.

د هند د روغتیا وزیر د پنجشنبې په ورځ (۲۷ د قوس) په خپله اېکس پاڼه کې ولیکل چې له مولوي نور جلال جلالي، د طالبانو د عامې روغتیا له وزیر سره یې رغوونکې لیدنه کړې ده.

پراکاش ندا زیاته کړه چې په دې لیدنه کې یې له افغانستان سره د هند د بشري مرستو او صحي همکاریو د دوام ژمنه یو ځل بیا تایید کړه او د دغو همکاریو د لا پیاوړتیا لارې، په ځانګړي ډول د درملو د اوږدمهاله تأمین په برخه کې، تر بحث لاندې ونیول سوې.

د هند د روغتیا وزیر همدارنګه وویل چې په دې لیدنه کې یې په سمبولیک ډول د سرطاني ناروغانو لپاره ځانګړي درمل او واکسینونه د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ته وسپارل؛ هغه اقدام چې د ده په وینا، د افغانستان د خلکو د روغتیايي او درملیزو اړتیاوو د ملاتړ په برخه کې د هند ژمنتیا څرګندوي.

هغه همدارنګه افغانستان ته د یوه لوی بار د لېږد خبر ورکړ چې پکې درمل، واکسینونه او د ۱۲۸ سلایس سی‌ټي‌سکن یوه اله شامله ده.

د یادونې وړ ده چې مولوي نور جلال جلالي، د طالبانو د عامې روغتیا وزیر، د روانې اوونۍ په لړ کې هند ته سفر کړی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x