د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د فوټبال فډریشن په خپله رسمي فیسبوک پاڼه کې اعلان وکړ چې د هیواد د ۲۰ کلنو ملي فوټبال لوبډله نن، شنبه، د جوزا په ۱۷مه، د کافا اتلولۍ کې د ګډون لپاره د تاجکستان پلازمینې دوشنبې ته ورسېده.
سیالۍ به د (جون په ۱۰مه) پیل شي چې تاجکستان به د دې سیالۍ کوربه وي او شپږ سیمه ییز ټیمونه به پکې برخه واخلي.
د افغانستان، ایران، قرغزستان، ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان ټیمونه به په دې ټورنمنټ کې سیالي وکړي.
د کافا اتلولۍ په مرکزي آسیا کې د فوټبال یو له خورا معتبرو سیالیو څخه ګڼل کیږي.