د افغانستان د ۱۹ کلنو څخه کم عمره کرکټ ملي لوبډلې له پاکستان څخه د یوه ویکټ په توپیر ماته وخوړه

د افغانستان د ۱۹ کلنو څخه کم عمره کرکټ ملي لوبډلې د درې‌اړخیزو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په دوهمه لوبه کي په هراره ښار کي، د غوره لوبې تر ترسره کولو وروسته، د پاکستان ملي لوبډلې څخه په ډېر لږ او یوازي د يوي ویکټي په توپیر ماته وخوړه .
د افغانستان د ۱۹ کلنو څخه کم عمره کرکټ ملي لوبډلې له پاکستان څخه د یوه ویکټ په توپیر ماته وخوړه

د افغانستان د ۱۹ کلنو څخه کم عمره کرکټ ملي لوبډلې د درې‌اړخیزو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په دوهمه لوبه کي، د يوي ویکټي په توپیر، د پاکستان لوبډلي څخه ماته وخوړه .

دغه سیالي د شنبې په ورځ، د جدی میاشتې په ۶مه نېټه، د زیمبابوې په پلازمېنه هراره ښار کي ترسره سوه. پاکستان د پچې تر ګټلو وروسته د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه. د افغانستان لوبډلې د ۵۰ اورونو په بشپړېدو سره او د ټولو ویکټو په بایللو، ۲۲۶ منډې ترلاسه کړې. عثمان سادات د ۷۵ منډو په جوړولو سره د افغان لوبډلې د توپ‌وهنې په لیکه کي تر ټولو بریالی او ځلاند لوبغاړی وو.

د پاکستان د توپ‌اچونې په برخه کي عثمان خان د ۴ ویکټو په ترلاسه کولو سره د افغان لوبډلي د منډو د محدودولو په پروسه کي اغېزمن رول ولوباوه.

د لوبې په دوهم پړاو کي، د افغانستان لوبډلې د توپ‌اچونې له لارې هڅه وکړه چې د لوبې تعادل تر وروستیو شېبو پوری وساتی. سلام خان احمدزي د سیالې لوبډلې ۴ لوبغاړي او زیت‌الله شاهین ۲ لوبغاړي له میدانه وویستل. خو پاکستان په ۴۹.۳ اورونو کي د ۹ ویکټو تر بایللو وروسته، د ۲۳۰ منډو هدف ته ورسېدی او لوبه یې په لږ توپیر وګټله .

د پاکستان د توپ‌وهنې مخکښ لوبغاړی حمزه ظهور، چې ۶۸ منډې یې جوړې کړې او تر پایه په میدان کي پاتی سو د خپلي لوبډلې د نژدې بریا کلیدي او برخلیک ټاکونکی لوبغاړی ثابت سو.

د دې ماتې سره سره، د افغانستان ځوانو ملي لوبغاړو په دغه سیالي کي د پام وړ، هیله‌بخښونکې او اغېزمنه ننداره وړاندې کړه؛ هغه ننداره چې د لوبډلې د فني کادر په باور، د لوبغاړو د چمتووالي د ارزونې او د راتلونکو مهمو سیالیو لپاره د هغوی د لا ښه چمتو کولو په برخه کي ځانګړی ارزښت لری.

د افغانستان د ۱۹ کلنو څخه کم عمره کرکټ ملي لوبډلې د راتلونکو لوبو مهالوېش به په راتلونکو ورځو کي اعلان سي.

دغه سیالۍ د افغانستان د ۱۹ کلنو څخه کم عمره لوبډلې د نړیوال جام لپاره د چمتووالي د پروګرام یوه برخه ده، چې د افغانستان، زیمبابوې او پاکستان د ملي لوبډلو په ګډون په زیمبابوه کي ترسره کېږی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x