د افغانستان د ۱۹ کلنو څخه د کم عمره د کرکټ ملي لوبډلې تدارکاتي کمپ د نړیوال جام تر مخه

د افغانستان د ۱۹ کلنو څخه د کم عمره د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د نړیوال کرکټ شورا (ICC) د ځوانانو نړیوال جام تر مخه د تدارکاتي سیالیو لپاره په زیمبابوې کې ګډون کړی دی.
د افغانستان د ۱۹ کلنو څخه د کم عمره د کرکټ ملي لوبډلې تدارکاتي کمپ د نړیوال جام تر مخه

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د افغانستان د ۱۹ کلنو څخه د کم عمره د کرکټ ملي لوبډله د درې‌اړخیزو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په لړۍ کې د ګډون لپاره د زیمبابوې پلازمېنې هراره ښار ته رسېدلې ده.

دا سیالۍ د افغانستان، زیمبابوې او د یو بل هېواد د ۱۹ کلنو څخه د کم عمره لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي او د ۲۰۲۶ میلادي کال د نړیوال کرکټ شورا (ICC) د ځوانانو نړیوال جام لپاره د چمتووالي برخه بلل کېږي.

د دې ټورنمنټ اساسي موخه دا ده چې ځوانو لوبغاړو ته د نړیوالو تجربو د ترلاسه کولو فرصت برابر سي، د لوبډلو ترکیبونه وازمویل سي او د راتلونکو نړیوالو سیالیو لپاره چمتووالی ونیول سي.

په دغو سیالیو کې ګډون کولی سي د افغانستان د ځوانو کرکټ لوبغاړو په تخنیکي پرمختګ کې مهم رول ولوبوي؛ هغه نسل چې تمه کېږي په راتلونکي کې د هېواد د لويانو ملي لوبډلې برخه وګرځي.

د افغانستان د کرکټ بورډ مسؤلینو د دې لوبډلې د ښې کارکردګۍ په اړه هیله څرګنده کړې او ویلي یې دي چې راتلونکې سیالۍ به د نړیوالو سیالیو تر مخه د لوبغاړو د وړتیاوو د ارزونې لپاره یو ښه فرصت وي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x