د افغانستان د یوې انجلۍ انځور د یونیسف د ۲۰۲۵ کال د عکس په توګه وټاکل سو

د ننګرهار ولایت د یوې لس‌کلنې افغانې زده‌کوونکې انځور د «یونیسف د ۲۰۲۵ کال عکس» په توګه ټاکل سوی دی؛ هغه انځور چې د داورانو په وینا، د طالبانو تر محدودیتونو لاندې له زده‌کړې بې‌برخې د میلیونونو افغانو انجونو د چپ مقاومت او پایښت نښه ده.
د افغانستان د یوې انجلۍ انځور د یونیسف د ۲۰۲۵ کال د عکس په توګه وټاکل سو

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د ننګرهار ولایت د هاجرې په نوم د یوې لس‌کلنې افغانې انجلۍ انځور د یونیسف د ۲۰۲۵ کال د عکس په توګه غوره سوی دی. دا جایزه د جمعې په ورځ د جرمني په برلین ښار کې په یوه مراسمو کې فرانسوۍ فوتوژورنالیستې الیز بلانشار ته وسپارل سوه.

د یونیسف د داورانو پلاوي ویلي چې دا انځور یوازې یو ساده عکس نه دی، بلکې د هغو میلیونونو افغان انجونو د ارادې، انساني کرامت او ټینګ درېځ ښکارندویي کوي چې د زده‌کړې له حقه بې‌برخې سوې دي.

په دې انځور کې هاجره؛ افغانه انجلۍ، په لاس کې له قلم او کاغذ سره او له هغه درسي کتاب سره چې پر ځمکه پرانیستی ایښی دی، په پوره تمرکز د درس لوستلو په حال کې ښکاري؛ په داسې حال کې چې پوهېږي د رسمي زده‌کړې د دوام امکان به ورته برابر نه سي.

د طالبانو واک ته له بیا راګرځېدو وروسته، په افغانستان کې د شپږم ټولګي څخه پورته د انجونو زده‌کړه منع سوې او په تېرو څلورو کلونو کې میلیونونه انجونې له مکتب او پوهنتون څخه پاتې سوې دي.

د یونیسف داورانو ټینګار کړی چې دا انځور یوازې د یوه ماشوم د ژوند شېبه نه ده، بلکې د هغو انجونو د «پایښت، هیلې او انساني کرامت» څرګندونه کوي چې له ټولو محدودیتونو سره سره، لا هم زده‌کړې ته دوام ورکوي.

الکه بودن‌بندر، د یونیسف د جرمني افتخاري ملاتړې، په دې اړه ویلي: «دا انځور ښيي چې د افغانو انجونو لپاره ماشومتوب څه معنا لري؛ د هغه حق لپاره مبارزه چې باید څرګند وي: د زده‌کړې حق.»

پیتر ماتیاس ګده، د داورانو د پلاوي مشر او د یونیسف د جرمني کمېټې غړي، ویلي: «د الیز بلانشار د هاجرې په عکس کې هغه مفهوم چې ډېری وخت انتزاعي ښکاري، بشپړ عیني بڼه اخلي: انساني کرامت. دا انځور بې له شور او هیاهو خپل پیغام رسوي او په ذهن کې پاتې کېږي.»

الیز بلانشار دا انځور په ۲۰۲۴ کال کې، په افغانستان کې د یوې نادولتي مؤسسې سره د همکارۍ پر مهال اخیستی دی. هغې هاجره د ننګرهار ولایت په یوه ګرځنده روغتون کې ولیدله؛ هغه سیمه چې د نوموړې په وینا، له دایمي روغتیایي خدماتو بې‌برخې ده. دغه فرانسوۍ عکاسې وروسته هاجره تر خپل کوره بدرګه کړه څو د هغې ورځنی ژوند ثبت کړي. بلانشار وایي: «موږ ډېری وخت د محدودیتونو په اړه خبرې کوو، خو ما غوښتل وښیم چې د افغانو ښځو او انجونو ژوند څنګه روان دی؛ هغوی لا هم ژوند کوي.»

د هغې په وینا، هاجره د ورځنیو کارونو لکه د اوبو راوړلو او د خوړو چمتو کولو تر پای وروسته، د مکتب وسایل راوایستل او په پوره تمرکز یې درس لوستل پیل کړل؛ «هغومره په زده‌کړه کې ډوبه وه چې زما حضور ته یې هم پام نه کېده.»

بلانشار وایي دا صحنه، سره له دې چې ښکلې وه، خو ډېره ترخه هم وه؛ ځکه هاجره پوهېږي چې ښایي راتلونکی یې په وختي واده، اولاد زېږولو او د کروندې په کار پورې محدود سي. سره له دې، د هغې په وینا، «هاجره له زده‌کړې خوند اخلي.»
هاجره لا تر اوسه نه ده خبره سوې چې انځور یې د یونیسف د کال عکس ټاکل سوی، ځکه د هغې کورنۍ انټرنېټ ته لاسرسی نه لري. الیز بلانشار وایي چې نیت لري افغانستان ته په خپل راتلونکي سفر کې دا خبر هغې ته ورسوي.

بلانشار، چې اووه کاله یې په افغانستان کې کار کړی او له رسنیو لکه ګارډین او نیویارک ټایمز سره یې همکاري لرلې، ټینګار کوي چې په افغانستان کې د روان وضعیت ثبتول لا هم ډېر مهم دي؛ په ځانګړي ډول په داسې شرایطو کې چې د امریکا د مرستو له کمېدو سره، بشري مرستې په جدي ډول راکمې سوې دي.

د یونیسف د اټکل له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه کسان، چې ۱۱.۶ میلیونه یې ماشومان دي، بشري مرستو ته اړتیا ولري؛ ښځې، ماشومان او له پامه غورځول سوې ډلې تر نورو ډېر د خطر سره مخ دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x