د افغانستان د کیکبوکسینګ ملي لوبډله د WKU نړیوال فدراسیون تر څار لاندې په هغو نړیوالو سیالیو کې ګډون کړی چې له ۲۶م اکتوبر څخه تر اول د نومبر پورې د آلمان د تریر په ښار کې ترسره کېږي.
د افغانستان د لوبډلې سیالۍ د ۲۷م د اکتوبر څخه پیل سوې دي او د هېواد ملي لوبغاړي د بشپړې آمادګۍ سره د خپلو نړیوالو سیالانو پر وړاندې میدان ته وتلي دي.
د افغانستان د کیکبوکسینګ ملي لوبډله د ۵ ورزشکارانو او دوو روزونکو/سرپرستانو په ترکیب په دغو سیالیو کې ګډون لري. دغه ګډون په داسې حال کې ترسره کېږي چې د افغانستان ورزشکاران، د هېواد دننه د ډېرو ستونزو او محدودیتونو سره سره، لا هم په نړیوالو ډګرونو کې فعاله ونډه لري او د افغانستان بیرغ د نړۍ په کچه لوړ ساتي.
ویل سوي چې د ټیم غړي د مهاجرینو د ورزشي بنسټونو په ملاتړ او د خپلو شخصي هڅو له برکته، د دې نړیوال ټورنمنټ په سیالیو کې په ګډون توانېدلي دي.







