د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د سیاسي مشرانو او مخالفینو یوې ډلې د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي اجماع په نوم نوی ایتلاف جوړ کړی او له ملګرو ملتونو یې غوښتي چې له طالبانو سره بې پایلې خبرې پای ته ورسوي. دغه فورم د جمعې په ورځ د قوس په ١٦مه د يو انلاين غونډې په ترڅ کې د هېواد د سترو مشرانو لکه عطا محمد نور، عبدالرب رسول سياف، محمد اسمعيل خان، يونس قانوني، احمد مسعود، مارشال عبدالرشيد دوستم رحمت الله او صلاح الدين رباني، عمر داوودزي، کریم خلیلي، سرور دانش، محمد الماس زاهد، راحله دوستم، شاه جهان، عبدالحق شفق، تادین خان او صادق مدبر په ګډون خپل موجودیت اعلان کړ. د دغه فورم موخه له اوسني بحران څخه د افغانستان ژغورل او له طالبانو سره مقابله ده. په دې کتنه کې د جرګې غړو د هېواد روان حالات وڅيړل او له اوسني بحران سره د مقابلې لپاره يې عملي حل لارې ولټولې.

- 40
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=111943
- کې خپور شو 3:06 ب.ظ
- د خبر شمیره 111943
- December 7, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=111943
- کې خپور شو 3:06 ب.ظ
- د خبر شمیره 111943
- December 7, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 15:06 - December 7, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



