د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د دوو پرله‌پسې سیالیو په ګټلو د زېمبابوې شل‌اوریزه جام وګټه

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د درې شل‌اوریزه سیالیو په دوهمه لوبه کې د زېمبابوې په ماتولو سره د دغو سیالیو اتلولي خپله کړه.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د دوو پرله‌پسې سیالیو په ګټلو د زېمبابوې شل‌اوریزه جام وګټه

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د افغانستان کرېکټ بورد اعلان کړی چې د افغانستان ملي لوبډلې د درې شل‌اوریزه سیالیو په دوهمه لوبه کې د زېمبابوې پر وړاندې بریا ترلاسه کړه او د دغې لړۍ اتله وګرځېده. افغان لوبډلې د ۱۲۵ منډو موخې د تعقیب پر مهال په ۱۸ آورونو کې د درې ویکټو په زیان ۱۲۹ منډې وکړې او بریا یې خپله کړه.

ابراهیم ځدران په ۵۱ توپونو ۵۷ منډې جوړې کړې او د لوبې د بریا بنسټ یې کېښود، همدارنګه عظمت‌الله عمرزي په ۱۳ توپونو ۲۵ منډې وکړې او د پنځو شپږیزو په وهلو یې لوبه په بریا سره پای ته ورسوله. په توپ‌اچونه کې، د زېمبابوې لوبډلې په ۱۹ اعشاریه ۳ آورونو کې ۱۲۵ منډې وکړې.

د دې لوبډلې کپتان سکندر رضا ۳۷ منډې وکړې، خو د نورو لوبغاړو مرسته کمه وه. په مقابل لوري کې، د افغانستان بالرانو د راشد خان په مشرۍ ښکلې لوبه وکړه. راشد خان په درې آورونو کې درې ویکټې واخیستې، مجیب‌الرحمن، فرید احمد او عبدالله احمدزي هر یو دوه ویکټې ترلاسه کړې. په دې بریا سره افغانستان د درې شل اوریزه سیالیو په دوهمه لوبه کې ددې لړۍ بې‌ساری اتل سو.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه