د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د کرېکټ نړیوالې شورا (ICC) ویلي چې نور احمد لکنوال او مجیبالرحمان، د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې دوه مهم لوبغاړي، د کرېکټ د نړېوالو اصولو خلاف د چلند له امله په رسمي ډول توبیخ سوي دي. د دې شورا د اعلامیې له مخې، نور احمد د لوبې پر مهال د قاضي د پرېکړې پر وړاندې د اعتراض او ناخوښۍ ښودلو له امله سرغړونه کړې ده. په همدې وخت کې، مجیبالرحمان د لوبې د وسایلو د ناسم کارولو له امله له ټاکل سویو نړېوالو مقرراتو سرغړونه کړې ده. د کرېکټ شورا زیاته کړې چې دواړو لوبغاړو په خپلو سرغړونو اعتراف کړی او له همدې امله د دې قضیې د څېړنې لپاره د رسمي ناستې اړتیا نه وه. د دې ادارې د انضباطي اصولو پر بنسټ، د دواړو لوبغاړو پر دوسیو یو منفي نمره ثبت سوې ده. دا لومړی ځل دی په تېرو دوو کلونو کې چې د نور احمد او مجیبالرحمان پر وړاندې دا ډول پېښه ثبتېږي. د کرېکټ شورا ټینګار کړی چې د ورزشي اخلاقو رعایت کول، آن د سختو سیالیو او فشارونو پر مهال، د دې ورزشي ډګر له مهمو او اساسي اصولو څخه ګڼل کېږي.
- د افغانستان کریکټ ملی لوبډله
د کرېکټ نړیوالې شورا اعلان کړی چې نور احمد لکنوال او مجیبالرحمان، د آسیا جام د سیالیو په لړ کې د سریلانکا پر وړاندې د لوبې پر مهال د لوبې له چلند څخه د سرغړونو امله رسماً توبیخ سوي دي.

- 137
- کې خپور شو 3:16 ب.ظ
- د خبر شمیره 149589
- September 22, 2025
- کې خپور شو 3:16 ب.ظ
- د خبر شمیره 149589
- September 22, 2025
- تازه تازه 16:17 - September 22, 2025
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=149589
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



