د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سیالۍ د بنګله‌دېش پر وړاندې په ۲۰۲۵ آسیا جام کې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به په خپله دوهمه لوبه کې د ۲۰۲۵ آسیا جام په سیالیو کې د سې‌شنبې په ورځ د وږي په ۲۵مه نېټه د بنګله‌دېش پر وړاندې ولوبېږي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سیالۍ د بنګله‌دېش پر وړاندې په ۲۰۲۵ آسیا جام کې

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د ۲۰۲۵ د آسیا کرکټ جام په سیالیو کې د سې‌شنبې په ورځ د ۱۴۰۴ د وږي په ۲۵ مه نېټه، په خپله دوهمه لوبه کې د بنګله‌دېش ملي لوبډلې سره سیالي وکړي.

د افغانستان ملي لوبډله مخکې له دې په خپله لومړۍ لوبه کې د هانګ کانګ پر وړاندې میدان ته کښته سوې وه او په بریا یې دغه لوبه پای ته ورسوله.

د ۲۰۲۵ آسیا کرکټ جام سیالۍ د وږي له ۱۸ مې تر د تلې تر ۶مې، ۱۴۰۴، د متحده عربي اماراتو په دوبۍ او ابوظبۍ ښارونو کې ترسره کېږي. په دې ټورنمنټ کې د آسیا د قارې اته غوره لوبډلې په دوو ګروپونو کې لوبې کوي.

د ګروپونو وېش:
 • لومړی ګروپ: هند، پاکستان، عمان او متحده عربي امارات
 • دوهم ګروپ: افغانستان، بنګله‌دېش، سریلانکا او هانګ کانګ

د اعلان سوي مهالوېش له مخې، د دغو سیالیو ۱۱ لوبې په دوبۍ او اته نورې لوبې په ابوظبۍ کې ترسره کېږي. د دې ټورنمنټ پایلوبه به هم د دوبۍ ښار په کوربه‌توب ترسره سي

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه