د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له متحدو عربي اماراتو سره درې شل اوریزې لوبې کوي

کرکټ بورډ ویلي چې یادې سیالۍ به د فبروري له ۱۶مې تر ۱۹مې نېټې د ابو ظبي په کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ د یادو سیالیو لپاره ۲۳ کسیز نوملړ ټاکلی، چې ډېر شمېر ځوان لوبغاړي په کې شامل دي. په یادو لوبغاړو کې راشد خان لوبډلمشر، رحمن الله ګربز ویکټ ساتونکی، عبدالرحمن رحماني، افسر ځاځی، عظمت الله عمرزی، بلال سمیع، فرید احمد ملک، فضل الحق فاروقي، کریم جنت، ګلبدین نایب، حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، مجیب الرحمن، نجیب الله ځدراڼ، ننګیال خروټی، نوین الحق، نجات مسعود، نور احمد، رحمت شاه، صدیق الله اتل، شاهد الله کمال، شرف الدین اشرف او ظاهر خان شامل دي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان وايي، چې دغه سیالۍ د افغانستان او متحدو عربي اماراتو د کرکټ بورډونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د تړون له مخې، چې څه موده وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوی، ترسره کېږي.

د یاد تړون له مخې به د افغانستان کرکټ ملي لوبډله هر کال د متحدو عربي امارتو پر وړاندې درې شل اوریزې نړیوالې سیالۍ ترسره کوي چې په بدل کې به یې د افغانستان کرکټ بورډ په یاد هېواد کې د لوبو د اجازې له فیسونو پرته د نورو لوبډلو کوربه توب کوي.

بیشتر بخوانید:  د موریتانیا په سواحلو کې د مهاجرو د کښتۍ د ډوبیدو له امله لږ تر لږه ۱۶۵ تنه مړه او لادرکه دي

د یادونې وړ ده چې متحده عربي اماراتو ته د افغان لوبډلې دغه سفر به په روان کال کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لومړنی بهرنی سفر وي چې په راتلونکو څو میاشتو کې نړیوال جام او اسیا کپ په شمول د ګڼ شمېر نورو دوه اړخیزو سیالیو لپاره د لوبډلې او لوبغاړو په چمتووالي کې غوره رول لوبولی شي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x