د افغانستان د کرکټ تنکیو ځوانو لوبډلې د ۳ اړخیزې لوبلړۍ پایلوبې ته لار پيدا کړه

د افغانستان د کرکټ تنکیو ځوانو لوبډلې د ۳ اړخیزې لوبلړۍ پایلوبې ته لار پيدا کړه

د تنکیو ځوانانو کرکټ ملي لوبډلې د روانو ۳ اړخیزو سیالیو په لړ کې، خپله ۴مه لوبه د سریلانکا پر وړاندې ترسره کړه او سیالې لوبډلې ته يې د ۳۲۳منډو هدف وټاکه.

د دغې سیالۍ په دویمه پاڼۍ کې افغان لوبډلې د غوره توپ اچونې په مټ خپلې سیالې لوبډلې ته په څلورو منډو ماتې ورکړه او د یادو سیالیو پایلوبې ته یې لار ومونده.

په یاده سیالۍ کې نعمان شاه، محمد هارون او سهیل خان د توپ وهنې او بشیر احمد افغان د توپ اچونې په برخه کې ښه وځلېدل او افغان لوبډله يې بریا ته ورسوله.

د دې سیالۍ غوره لوبغاړی بشیر احمد افغان و، چې د سریلانکا لوبډلې ۷ لوبغاړي يې وسوځول.

په دې سره افغان لوبډلې په روانو درې اړخیزو سیالیو کې درېيمه بریا خپله کړه او د لومړي پړاو د مخکښې لوبډلې په توګه یې د یادو سیالیو پایلوبې ته لاره ومونده، چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ به ترسره شي

هېره دې نه وي چې دغه سیالۍ د افغانستان په کوربتوب ترسره کېږي او د افغان لوبډلې په ګډون پکې د بنګلدېش او سریلانکا د کرکټ له نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلو هم ګډون کړی دی.

بیشتر بخوانید:  ریچارډ بینیټ: موږ د افغان ښځو او نجونو د حقونو څخه د انکار د پای ته رسولو لپاره کار ته دوام ورکوو
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x