د افغانستان د ښځو قهر او اندېښنه د طالبانو د نوو محدودیتونو له امله په هرات کې

د طالبانو له‌خوا په هرات ولایت کې د ښځو پر پوښاک او د هغوی پر حضور په تعلیمي او درملنیزو مرکزونو کې د محدودیتونو په زیاتېدو سره، یو شمېر ښځو خبرداری ورکړی چې دا پرېکړې د ښځو د له‌منځه وړلو لپاره یوه موخه‌لرونکې او منظمه سیاسي تګلاره ده.
د افغانستان د ښځو قهر او اندېښنه د طالبانو د نوو محدودیتونو له امله په هرات کې

په همدې وخت کې چې طالبان په هرات کې په تعلیمي او درملنیزو مرکزونو کې نوي بندیزونه لګوي، یو شمېر ښځې وايي دا پرېکړې د ښځو له‌صحنې ایستلو ښکاره هڅه ده. معترضې ښځې وايي طالبان د پراخو خنډونو په رامنځته کولو سره، په شمول د برقع د اجباري کولو په تعلیمي مرکزونو کې، د ښځو لپاره د زده‌کړې او کار شرایط ډېر سخت او نږدې ناشوني کړي دي.

د دوی په وینا، دا مایوسوونکې اقدامات د طالبانو د منظم سیاست برخه ده چې غواړي ښځې د ټولنې له برخې وباسي. مسعوده کوهستاني، چې د ښځو د حقونو فعاله ده، د دې حالت په غبرګون کې ویلي دي: «د طالبانو دا کړنې د ښځو د حضور پر وړاندې د هغوی د کرکې څرګندونه کوي. هغوی هڅه کوي ښځې بندیانې کړي او د هغوی ټولنیز رول په بشپړ ډول له منځه یوسي.»

هغې ټینګار کړی چې د دې حالت دوام به د افغانستان راتلونکی د سقوط کندې ته بوځي، ځکه یو داسې ټولنه چې ښځې پکښې فعاله ونلري، د ژورو ټولنیزو او اقتصادي بحرانونو سره به مخ سي. د یادونې وړ ده چې طالبان له بیا واک ته رسېدو وروسته، په پرله‌پسې ډول د ښځو د کار، زده‌کړې او ټولنیز حضور پر ضد د محدودیتونو ګڼ فرمانونه صادر کړي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x