د افغانستان د پارلمان پخوانی مرستیال ظاهر قدیر په کینیا کې ونیول شو

معاون سابق پارلمان افغانستان در کنیا بازداشت شد

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د پارلمان پخوانی مرستيال عبدالظاهر قدیر په کینیا کې نیول شوی دی، او د دغه هیواد په پلازمینه نایروبي کې یوې محکمې د هغه د امریکا متحده ایالاتو ته د سپارلو لپاره د دوامداره توقیف امر صادر کړی دی.

د راپورونو له مخې، قدیر د امریکا د یوې محکمې لخوا د مخدره توکو د قاچاق او درنو وسلو د درلودلو په تور محاکمه شوی دی.

د نایروبي ټایمز ورځپاڼې د ثور په ۲۹مه راپور ورکړ چې عبدالظاهر قدیر کینیا ته له ننوتلو وروسته د نایروبي په یوه هوټل کې ونیول شو.

د کینیا د جنایي تحقیقاتو څانګې د هغه د نیولو لپاره د محکمې د حکم غوښتنه وکړه، او د محکمې مشر قاضي د لوی څارنوال غوښتنه ومنله او د پخواني افغان چارواکي لپاره یې د لنډمهاله توقیف امر صادر کړ.

بیشتر بخوانید:  طالبانو د "افغانستان انټرنیشنل" رسنیو فعالیت بند کړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه