د افغانستان د وګړو لپاره په ایران کې د کاري ویزو د صادرولو پیل

سید مالک حسيني، د ایران د کارآفرینۍ د پراختیا مرستیال، اعلان کړی چې د افغانانو لپاره د کاري ویزو صادرول د ۱۴۰۴ کال د میزان له لومړۍ نېټې څخه پیل سوي دي.
لنډ لینک: https://memar.press/?p=155492
۱ ورځ مخکی
د خبر شمیره 155492
کې خپور شو 5:05 ب.ظ

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، سید مالک حسيني، د ایران د کار، همکارۍ او ټولنیزو چارو وزارت د کارآفرینۍ او استخدام مرستیال، ویلي چې د افغانستان د وګړو لپاره د کاري ویزو د صادرولو لړۍ د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ د میزان له پیل راهیسې پیل سوې ده.

د ایرنا د راپور له مخې، ایران په لومړي پړاو کې غواړي د افغانانو لپاره تر ۲۰۰ زرو پورې د کار ویزې صادرې کړي. دغه ویزې به په لومړي کال کې ۹ میاشتې اعتبار ولري، او که د کار د کیفیت او د بازار له اړتیاوو سره سمون ولري، د بل کال لپاره د تمدید امکان به هم ولري. ښاغلي حسیني ټینګار کړی چې د کار په بازار کې لومړیتوب د ایران د وګړو لپاره دی، او یوازې په هغه صورت کې چې ایرانی غوښتونکی موجود نه وي، بهرنیو اتباعو ته به د کار ویزه ورکول کېږي.

د ده په وینا، د دې تګلارې موخه د کاری ځواک د جریان کنټرول، د مهاجرینو د فعالیتونو څارنه، او د غیرقانوني داخلېدو مخنیوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت څو ورځې مخکې د افغانانو لپاره د کاري ویزو د صادرولو خبر ورکړی وو، او د دغه اعلامیې له مخې، د پروګرام لومړنی پړاو عملي سوی دی. د شنونکو په باور، د ویزو د صادرولو دا پروګرام کولی سي د افغان کارګرو حضور قانوني کړي او د هغوی د غیرقانوني شتون له امله رامنځته سوي ټولنیز او امنیتي فشارونه راکم کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
171672887
د سرحدي ترینګلتیاوو له زیاتېدو سره هم‌مهاله په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې د فشارونو زیاتوالی
په داسې حال کې چې د طالبانو او د پاکستان د پوځ ترمنځ ترینګلتیاوې زیاتې سوې دي، په پاکستان کې میشت یو شمېر افغان کډوال وايي، د دوی پر وړاندې فشارونه او نوي محدودیتونه سخت سوي دي.
1-1-630x420-1
اروپايي اتحادیې د طالبانو سره د افغان پناه‌ غوښتونکو د بېرته ستنولو په اړه خبرې تأیید کړی
اروپايي اتحادیې اعلان کړی چې د طالبانو له چارواکو سره یې په تخنیکي کچه اړیکې ټینګې کړې دي، څو د هغو افغان پناه‌ غوښتونکو د بېرته ستنولو بهیر وڅېړي، چې د استوګنې غوښتنې یې په اروپا کې رد سوې دي.
takhrib-khanehaye-mohajerin-dar-karachi (1)
په کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو د استوګنیزو سیمو د ویجاړولو عملیات پنځمې ورځې ته ورسېدل
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو د استوګنیزو سیمو د پراخو ویجاړولو عملیات پنځمې ورځې ته رسېدلي او تر دې دمه له ۱۲۰۰ څخه ډېر استوګنیز او تجارتي ځایونه ویجاړ سوي دي.
کمپ-مهاجرین-افغانستانی-در-پاکستان (1)
پاکستان: په خیبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو کمپونه ژر تر ژره تړل کېږي
په پاکستان کې د دیره اسماعیل خان، تانک، لکي مروت، بنو او مانسهره سیمو کې کمپونه په بشپړه توګه تړل سوي او په یو شمېر نورو سیمو کې هم د افغان کډوالو کمپونه د تړل کېدو په حال کې دي.
تازه مهم خبرونه
راپور او مرکه
په افغانستان کې د قطر د نوي سفیر ټاکنه؛ ویس ناصري: دوحه د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده
ویس ناصري، سیاسي کارپوه، د قطر د نوي سفیر د ټاکلو په اړه ویلي چې دوحه، چې د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده، د دې ډلې په واکمنېدو کې اساسي رول لوبولی دی.
د طالبانو او پاکستان تر منځ د سرحدي کړکېچ له اتو ورځو وروسته د سپین بولدک بندر بیا پرانیستل سو
د طالبانو او پاکستان تر منځ د سرحدي کړکېچ له اتو ورځو وروسته د سپین بولدک بندر بیا پرانیستل سو د طالبانو نږدې رسنیو، په ځانګړي ډول ملي ټلویزیون، راپور ورکړی چې د قندهار ولایت سپین بولدک پوله‌ ییز بندر د اتو ورځو تر تړل کېدو وروسته یو ځل بیا د سوداګریزو فعالیتونو لپاره پرانیستل سوی دی.
د «عمومي بخښنې» له ژمنې څلور کاله وروسته؛ د پخوانیو امنیتي ځواکونو د وژنو او شکنجې دوام
له هغو ژمنو چې طالبانو د «عمومي بخښنې» په هکله ورکړې، تراوسه له څلور کاله ډېر تېر سوي؛ خو د یوې تازه څېړنې موندنې ښيي چې د افغانستان پخواني امنیتي ځواکونه لا هم د نیولو، شکنجې او وژنو هدف ګرځي.