د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو د استازو په ګډون د تهران سیمهییزه ناسته د یکشنبې په ورځ (۲۳ د قوس) په تهران ښار کې پیل سوه. په دې ناسته کې د روسیې، پاکستان، چین، تاجکستان، اوزبیکستان او ترکمنستان ځانګړي استازي ګډون لري، خو طالبانو په دې کنفرانس کې له ګډون څخه ډډه کړې ده.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي، د ناستې د پرانیست غونډې پر مهال وویل چې په افغانستان کې امنیت، پراختیا او سوکالي په مستقیم ډول د ټولو ګاونډیو هېوادونو له ګټو سره تړاو لري.
د افغانستان په اړه د تهران دوه ورځنې سیمهییز کنفرانس نن د سیمې د شپږو هېوادونو د استازو په ګډون د افغانستان د سیاسي، امنیتي او بشري وضعیت د ارزونې په موخه ترسره کېږي، او تمه ده چې د ناستې په پای کې به ګډه اعلامیه خپره سي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اوسني حکومت پرېکړه کړې چې په دې کنفرانس کې ګډون ونه کړي.
د پاکستان له لوري، محمد صادق د افغانستان په چارو کې د دې هېواد ځانګړی استازی، عبیدالرحمن نظاماني په کابل کې د پاکستان سفیر، او مدثر تیپو په تهران کې د پاکستان سفیر په دې ناسته کې ګډون لري.
همدارنګه، ضمیر کابلوف د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی، یو شیائویونګ د چین ځانګړی استازی، او د اوزبیکستان، ترکمنستان او تاجکستان د ولسمشرانو استازي هم په دې کنفرانس کې ګډون کړی دی. د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي، هم د ناستې د پرانیستې په مراسمو کې وینا کړې ده.
په ورته حال کې، د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په دې ناسته کې به ګډون ونه کړي. د دې وزارت د ویاند مرستیال، حافظ ضیاء احمد تکل، د دې پرېکړې لامل دا وبله چې افغانستان د سیمې هېوادونو سره د موجودو سازمانونو، چوکاټونو او میکانیزمونو له لارې فعالې او اغېزمنې اړیکې لري، او ویې ویل چې په داسې ناستو کې د ګډون اړتیا نه احساسېږي.




