د افغانستان د والیبال ملی لوبډله د مرکزي آسیا دوهم مقام خپل کړ

د افغانستان د والیبال ملي لوبډله د مرکزي آسیا د اتلولۍ په سیالیو کې د دوهم مقام تر لاسه کولو وروسته، د چهارشنبې په ماښام د ورزشي چارواکو او خلکو له تود هرکلي سره هېواد ته راستانه سوه.
د افغانستان د والیبال ملی لوبډله د مرکزي آسیا دوهم مقام خپل کړ

د معمار د خبري آژانس د راپور له مخې، د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې د مرکزي آسیا د اتلولۍ په سیالیو کې دوهم مقام ترلاسه کړ، او د کابل په هوايي ډګر کې د ورزشي چارواکو او ګڼو هېوادوالو له لوري ورته تود هرکلی وسو. په دې مراسمو کې احمدالله وثیق، د المپیک ادارې مشر، دادمحمد پاینده اختری، د المپیک د چارو رئیس، سید عبدالرحیم سادات، د افغانستان د والیبال فدراسیون مشر، محمد عثمان فاروق، د کام‌اېر هوايي شرکت حقوقي سلاکار، او ګڼ شمېر مسؤلین او د ورزش مینه‌وال حاضر وو.

وثیق د دې لاسته‌راوړنې مبارکي ورکړه او دا یې د لوبغاړو او روزونکو د نه ستړې کېدونکو هڅو پایله وبلله. هغه ټینګار وکړ چې د اسلامي امارت د ورزش اداره به د هېواد له ټولو ورزشکارانو دوامداره ملاتړ وکړي. د افغانستان د والیبال ملي لوبډله د مرکزي آسیا د اتلولۍ په سیالیو کې، چې د ۲۰۲۵ د اکتوبر له ۲۲مې تر ۲۸مې د بنګله‌دیش په هېواد کې ترسره سوې، د شپږو آسیایي هېوادونو افغانستان، ترکمنستان، بنګله‌دیش، سریلانکا، نیپال او مالدیف ترمنځ د پام وړ ځلیدونکی لوبه وکړه.

د افغانستان ملي لوبغاړو د مالدیف، نیپال او بنګله‌دیش پر وړاندې بریاوې ترلاسه کړې او د پایلوبې پړاو ته یې لاره وموندله. په وروستۍ لوبه کې ملي لوبډلې له ترکمنستان سره سیالي وکړه، خو پایله یې د مخالف لوري په ګټه تمامه سوه او افغانستان دوهم مقام خپل کړ.

سید عبدالرحیم سادات، د والیبال فدراسیون مشر، دا بریا د افغانستان د والیبال په تاریخ کې «یو مهم پړاو» وبله او د لوبغاړو، روزونکو او د ورزش ادارې له ملاتړ څخه یې مننه وکړه. هغه زیاته کړه: «دا ‌اتلولي د افغانستان د ورزشکارانو د لوړ ظرفیت څرګندونه کوي او د هېواد د ځوان نسل د وړتیا نښه ده.»

همدارنګه، ګڼ شمېر مینه‌وال او ورزشي خبریالان په ټولنیزو رسنیو کې د ملي لوبډلې د ځلیدونکو لوبو هرکلی کړی او دا بریا یې د افغانستان لپاره نوی ویاړ بللی. دا لاسته‌راوړنه د افغانستان د ورزش په تاریخ کې یو زرین باب ګڼل کېږي او د نوي نسل د توان، عزم او ارادې ښکارندوی ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه