د معمار پرس د خبر له مخې: د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې نن یکشنبه د میزان ۲۹مه د منځنۍ اسیا د والیبال د اتلولۍ جام په خپله دریمه سیالي کې د مالدیف لوبډلې ته ماتې ورکړه. په نننۍ لوبه کې افغانستان درې سیټونه د ۲۵-۱۹، ۲۵-۱۸ او ۲۸-۲۶ پایلې سره وګټل، خو دغې لوبډلې په خپلو تېرو دوو لوبو کې د ترکمنستان او ازبکستان پر وړاندې ماتې خوړلې وه. د افغانستان د والیبال ملي لوبډله به سبا دوشنبه په خپله څلورمه لوبه کې د تاجکستان له لوبډلې سره مخامخ شي. افغانستان به په ګروپي پړاو کې وروستۍ لوبه د سه شنبې په ورځ له قرغزستان سره کوي.

- 64
- کې خپور شو 2:05 ب.ظ
- د خبر شمیره 105582
- October 21, 2024
- کې خپور شو 2:05 ب.ظ
- د خبر شمیره 105582
- October 21, 2024
- خبرونه
- تازه تازه 16:31 - October 21, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=105582
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



پاکستان: طالبان باید د سولې یا انزوا لار وټاکي!
9 ساعتونه پیش

د پاکستان د ولسمشر ویاند طالبان «بېمغزه» وبلل
10 ساعتونه پیش