د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د افغانستان د مویتای فدراسیون په خپره سوې خبرپاڼه کې ویلي چې د ملي لوبډلې ټول ترکیب ۱۷ تنه لري — ۱۳ ورزشکاران او ۴ د کادر تخنیکي او مشرتابه غړي. ټاکل سوې ده افغان لوبغاړي د شاوخوا ۲۰ آسیایي هېوادونو له سیالانو سره سیالي وکړي.
دغه سیالۍ به د روان کال د ۱۹ تر ۲۵ د عقرب پورې ترسره سي او د افغانستان لوبغاړي به په بېلابېلو وزنونو کې سیالۍ وکړي. د بوکس نړیواله شورا (WBC) د نړۍ له بااعتباره ادارو څخه ده چې د رزمي ورزشونو مسلکي او نیمهمسلکي سیالۍ په نړیواله کچه تنظیموي.
د مویتای ملی لوبډلې دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د افغانستان ورزشکاران د اقتصادي ستونزو او د کورني محدودیتونو سربېره، لا هم هڅه کوي په نړیوالو سیالیو کې فعاله ونډه واخلي او د افغانستان بیرغ په نړیوالو ډګرونو کې ورپوي.




