د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د طالبانو د کورنیو چارو پر وزارت د حملې مسوولیت په غاړه واخیست

جبهه مقاومت: یک جنگ‌جوی طالبان در هرات کشته شد

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د طالبانو پر کورنیو چارو وزارت د برید مسوولیت په غاړه اخیستی او ادعا کوي چې په دغه برید کې لس تنه طالب جنګیالي وژل شوي دي. د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د ملي مقاومت جبهې په یوه خبرپاڼه کې دا اعلان کړی چي په هدفي عملیاتو کې د کورنیو چارو وزارت طالبانو پر مرکز برید کړی او لس تنه طالب جنګیالي یې وژلي او د دغې ډلې پنځه نور غړي یې ټپیان کړي دي. په همدې حال کې د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ وايي، په دې بريد کې څلور تنه ټپيان شوي دي. دغه برید د شنبې په ورځ د جدي په ۸مه سهار ۹:۳۰ بجې د کابل د هوايي ډګر پر سړک د افغان مقاومت د جبهې د ځواکونو له خوا ترسره شو. د مقاومت جبهې ادعا کړې چې په دې برید کې د طالبانو یو قومندان هم وژل شوی دی.

بیشتر بخوانید:  طالبانو له منع شوې لیست څخه د دغې ډلې د چارواکو د نومونو د ایستلو غوښتنه کړې ده
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه