د افغانستان د ملي بیرغ رنګونه د کرکټ لیګ له نښې څخه لرې سول

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د کرکټ د غوره لیګ دوهم پړاو د معرفت مراسمو په ترڅ کې، طالبانو د افغانستان د ملي بیرغ رنګونه د رسمي لوګو څخه لرې کړل چې د دې ورزشي څانګې د مینه‌والو سخت غبرګونونه یې راپارولی دی.
د افغانستان د ملي بیرغ رنګونه د کرکټ لیګ له نښې څخه لرې سول

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، طالبانو په یوه نوې اقدام کې د افغانستان د کرکټ د غوره لیګ رسمي لوګو څخه د ملي بیرغ رنګونه لرې کړل. په نوي لوګو کې چې د لیګ دوهم پړاو د معرفي مراسمو پر مهال نندارې ته وړاندې سو، د «APL» حروف د زرغون، سور او تور رنګ پر ځای په سپین رنګ بدل سوي؛ هغه رنګ چې د طالبانو د سپین بیرغ سره بشپړ ورته والی لري.

په همدې مراسمو کې د سیالیو د ترسره کېدو وخت هم اعلان سو. د افغانستان د کرکټ بورډ مسؤلینو په وینا، د افغانستان د کرکټ د غوره لیګ دوهم پړاو به د ۲۰۲۶ کال په وروستیو کې او د متحده عربي اماراتو په کوربه‌توب ترسره سي.

د ملي بیرغ رنګونو د حذف کولو دا اقدام د افغانستان د کرکټ د مینه‌والو په ټولنیزو شبکو کې پراخه نیوکې پارولې دي. یو مینه‌وال په دې اړه لیکلي: «ښه به وي چې د دې سیالیو نوم د ‘طالبانو غوره لیګ’ وګرځول سي.»

په مراسمو کې د ملي ټیم ځینې لوبغاړي، د کرکټ بورډ مسؤلین، د سیالیو تنظیموونکي او د کرکټ مینه‌وال هم حضور درلود.

راشد خان، محمد نبي، حشمت‌الله شهیدي او رحمان‌الله ګربز، د افغانستان د کرکټ مشهور ستوري، په دې مراسمو کې د افغانستان د کرکټ د غوره لیګ اهمیت او د هیواد د کرکټ د راتلونکې په وده کې یې د دې لیګ رول ستایلی دی.

د کرکټ بورډ مسؤلینو د غوره لیګ د دوهم پړاو د اته کلن ځنډ دلیل، د نړیوالو مهمو سیالیو ترسره کول ښودلي دي. د شل اوره نړیوال جام، د افغانستان او سریلانکا سیالیو، د هندوستان کرکټ غوره لیګ (IPL) او همدارنګه د افغانستان او هندوستان سیالیو یادونه سوې ده.

دا بدلون په داسې حال کې سوی چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د بیا واکمنۍ وروسته، ملي نښانونه، په شمول د درې رنګه ملي بیرغ، د دولتي ودانیو، ښوونځیو، پاسپورټونو او نورو رسمي نښو څخه لرې کړي او خپل سپین بیرغ یې ځای ناست کړی دی.

د ملي بیرغ رنګونو د لوګو څخه لرې کولو پریکړه په ټولنیزو شبکو کې د پراخو نیوکو لامل سوې. یو کاروونکي لیکلي: «ښه به وي چې د دې سیالیو نوم ‘د طالبانو غوره لیګ’ وګرځول سي، نه افغانستان.» تر اوسه د افغانستان د کرکټ بورډ مسؤلینو په رسمي ډول دې اعتراضونو ته ځواب نه دی ورکړی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x