د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان وکړ چې په هلمند او نیمروز ولایتونو کې یې د لیتیم او یورانیم کانونو د استخراج د ارزونې پروسه پیل کړې ده. د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت په وینا، د دې وزارت سرپرست وزیر هدایت الله بدري د خپل ملګري پلاوي سره یوځای د نیمروز ولایت د چهار برجک ولسوالۍ د “ګود زره” سیمې څخه لیدنه وکړه او د انجینرۍ ټیمونو ته یې امر وکړ چي د دې کانونو د استخراج په اړه هر اړخیزې څېړنې ترسره کړي. دغه پلاوي همدارنګه د خانیشن سیمې او د دیشو ولسوالۍ د کانونو سیمو څخه هم لیدنه وکړه او تخنیکي څیړنې یې متخصص ټیمونو ته وسپارلې. لیتیم په عصري صنعت کې یو له مهمو فلزاتو څخه دی او په پراخه کچه د ګرځنده تلیفون بیټریو، بریښنایی موټرو، کمپیوټرونو او ډرونونو په تولید کې کارول کیږي.

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=119256
۲ میاشتی پیش
شماره خبر 119256
منتشر شده در 1:31 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email