د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې پنځه‌پله‌ییز صعود په نړیواله درجه‌بندۍ کې

د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) په تازه درجه‌بندۍ کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د پنځو پلو په پورته کېدو سره د نړۍ ۲۸م مقام ته رسېدلې او همدارنګه یې په اسیايي کچه خپل دریځ هم ښه کړی دی.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې پنځه‌پله‌ییز صعود په نړیواله درجه‌بندۍ کې

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ فیفا د فوټسال د ملي لوبډلو نوی نړیوال جدول خپور کړی چې له مخې یې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په نړیوال رنکینګ کې د پنځو پلو په صعود سره د نړۍ ۲۸م مقام خپل کړی دی.

د دې درجه‌بندۍ پر بنسټ، افغانستان د نړۍ په کچه ۲۸م او د اسیا په کچه اووم مقام لري.

د فیفا په نړیوال جدول کې برازیل، پرتګال او هسپانیه په ترتیب سره لومړی، دوهم او درېیم ځایونه لري. همدارنګه په اسیا کې د ایران، تایلنډ او ویتنام د فوټسال ملي لوبډلې لومړني درې ځایونه خپل کړي دي.

دا صعود د اسیا د ملتونو جام د مقدماتي پړاو سیالیو او همدارنګه د اسلامي هېوادونو د لوبو په سیالیو کې د ترلاسه سوو نتیجو پایله ده.

په همدې حال کې، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال د اسیايي جام د وروستي پړاو لپاره چمتووالی نیسي؛ هغه سیالۍ چې افغانستان پکې له ایران، سعودي عربستان او مالیزیا سره په یوه ګروپ کې شامل سوی دی.

تمه ده چې افغانستان د اسیا د فوټسال ملتونو جام کې د ښه ځلېدو او د قناعت وړ پایلو په ترلاسه کولو سره، خپل نړیوال مقام لا نور هم ښه کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x