د افغانستان د فوټسال د ۱۷ کلونو څخه کم عمره ملي لوبډله د آسیایي لوبو لپاره بحرین ته ولاړه

د افغانستان د فوټسال د ۱۷ کلونو څخه کم عمره ملي لوبډله د ځوانانو په دریم پړاو آسیایی لوبو کې د ګډون لپاره بحرین ته ولاړه. دا لوبډله په «A» ګروپ کې له بحرین، ازبکستان او چین سره یو ځای سیالۍ کوي.
د افغانستان د فوټسال د ۱۷ کلونو څخه کم عمره ملي لوبډله د آسیایي لوبو لپاره بحرین ته ولاړه

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان د فوټسال د ۱۷ کلونو څخه کم عمره ملي لوبډله (یکشنبه) د بحرین هېواد ته ولاړه څو د ځوانانو په دریم پړاو آسیایی لوبو کې ګډون وکړي.

د آسیایي فدراسیون د اعلان سوي جدول له مخې، د افغانستان لوبډله په «A» ګروپ کې ځای لري او له بحرین، ازبکستان او چین سره به سیالۍ وکړي.

په «B» ګروپ کې بیا د ایران، تایلند، سعودي عربستان او قرغزستان لوبډلې یو له بل سره سیالي کوي. د افغانستان د ملي المپیک کمېټې چارواکو ویلي، د فوټسال تر څنګ به د افغانستان ورزشکاران په یو شمېر رزمي برخو کې هم ګډون ولري.

د بحرین د ځوانانو آسیایي لوبې به د اکتوبر په ۲۲مه (د میزان ۳۰مه) د آسیا په بېلابېلو هېوادونو کې د څلور زرو څخه د ډېرو ورزشکارانو په ګډون د ۲۴ ورزشي برخو لپاره پیل سي او تر اکتوبر ۳۱مې (د عقرب ۹مې) پورې به دوام ولري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط