د افغانستان د ۱۷ کلنې لوبډلې تاریخي اتلولي په فوټسال کې، د هیڅ حکومت د منظم پلان یا رسمي پالیسۍ پایله نه ده؛ بلکې دا بریا د هغو زلمیانو د غیرت، هڅې او زړهسواندۍ ثمره ده، چې د وسایلو د کمښت، تبعیض او د ورزشي بنسټونو د نشتوالي سره سره یې باور درلود چې له رنځ او ستونزو څخه هم ویاړ زېږي.
د ۲۰۲۵ د ځوانانو د آسیایې لوبو په سیالیو کې د افغانستان د ۱۷ کلن ملي فوټسال ټیم بریا، نه یواځې د هېواد د ورزش لپاره بېساری ویاړ دی، بلکې د افغانستان د ځوان نسل د بیدارۍ او استعداد څرګند نښه هم ده، هغه هم د بحرانونو، فقر او بېپامۍ په منځ کې. دا اتلولي په داسې حال کې تر لاسه سوه چې د افغانستان ورزش له کلونو راهیسې د سیاسي بېپامۍ، اداري فساد او تنګنظرۍ قرباني سوی دی.
موږ دا ویاړ د زړه له کومې د افغانستان ولس ته، زړورو لوبغاړو او د فوټسال د ملي ټیم روزنیز کادر ته مبارکي وایو، او هیله لرو چې د نړۍ په ډګرونو کې د افغانستان دروند بیرغ تر هر وخته لوړې څوکې ته ورسېږي. دا بریا د کوم رسمي حکومت نه، بلکې د خلکو د مینې، د زلمیانو د زحمت او د هغوی د پاک نیت پایله ده.
خو د دې ملي خوښۍ تر څنګ، نه سو کولای په تریخ واقعیت سترګې پټې کړو. د تېر جمهوریت چارواکو د شلو کلونو په اوږدو کې سره له میلیاردونو ډالرو مرستو د هېواد لپاره هېڅ دایمي ورزشي بنسټ یا ملي تګلاره رامنځته نه کړه. هغوی نه تعلیم ته پاملرنه وکړه، نه ورزش ته او نه ملت جوړونې ته. د قومي سیالیو او قدرت غوښتنې په سیلاب کې ډوب وو، او نن دا ځلانده بریا خپله د هغوی د تاریخي غفلت یو ژوندی سند دی.
تاریخ به هېر نه کړي چې د جمهوریت مشرانو د سټېډیوم د جوړولو پر ځای، د ځوانانو له ذهنونو د امید څراغ مړ کړ، او ورزشي استعدادونه یې دې ته اړ کړل چې له هېواده بهر وده وکړي. هغوی د وجدان او تاریخ په محکمه کې ملامت دي. خو بېعدالتي یوازې د تېر وخت میراث نه دی. نن هم، د طالبانو تر واک لاندې، د افغانستان ورزش له بل کړاو سره مخ دی.
بندیزونه، محدودیتونه او د ښځو او ځوانانو پر ورزش د بېپامۍ سیاست، د ورزشي استعدادونو د وتلو لړۍ نوره هم چټکه کړې ده. د طالبانو حکومت د ورزش د ملي یووالي په ځواک نه پوهېږي، او دا سپېڅلې ساحه یې له پامه غورځولې ده. په داسې حال کې، که د افغانستان ۱۷ کلن فوټسالي زلمیان اتلان کېږي، دا بریا د خلکو او د دوی خپله ده، نه د حکومت.
هغه د مبارکۍ پیغامونه چې د طالبانو ځینو څهرو د قهرمانۍ وروسته خپاره کړل، یوازې یو سمبولیک عمل وو د خلکو د رضایت د ښودلو لپاره، نه د ورزش د ملاتړ د یوې واقعي تګلارې نښه. کله چې د تېر جمهوریت چارواکي او اوسني طالبان دواړه د مبارکۍ په یوه لیکه ولاړ وي، پوښتنه دا ده: تاسو چېرته واست؟ هغه وخت چې دې زلمیانو بوټونه نهلرل، د تمرین ډګر یې نهدرلود، او د جګړې او فقر سیوري یې راتلونکی تریخ کړی وو؟ مبارکی ویل اسانه دي، خو جوړول سخت دي.
دا اتلولي د دې زلمیانو د صداقت، زحمت او خولو پایله ده، نه د سیاستوالو د شعارونو. په داسې حال کې چې د افغانستان ولس د خوښۍ په فضا کې ډوب وو، له بده مرغه د افغانستاني او ایراني کاروونکو تر منځ په ټولنیزو شبکو کې ځینې احساساتي او سپک غبرګونونه هم لیدل سوي. باید په روښانه ډول وویل سي: هغه کسان چې د ورزشي بریاوو له لارې د ملتونو ترمنځ کرکه خپروي، تر ټولو لوی زیان د خپل هېواد د کلتور او د ورزش روح ته رسوي. ورزش د درناوي، روغ رقابت او د ملتونو د دوستۍ ډګر دی، نه د دښمنۍ میدان.
د افغانستان ملت، چې له یو ژور تاریخي، فرهنګي او تمدني شالید سره ژوند کوي، هېڅکله اړتیا نه لري چې خپله خوښي د بل ملت د سپکاوي له لارې څرګنده کړي. او په مقابل کې، هغه لږ شمېر ایرانیان چې په تحقیر ځواب ورکوي، په حقیقت کې د خپل لرغونې تمدن او فرهنګ سپکاوی کوي. افغانستان او ایران، د یوې زړې ونې دوه ښاخونه دي؛ داسې ونه چې ریښه یې په ګډه ژبه، ادب، دین، جغرافیه او تاریخ کې ښخه ده.
له فردوسي او سنایي نیولې تر بیدل او مولانا پورې، له بلخ نه تر نیشاپوره، له هرات نه تر اصفهانه، له کابل نه تر تهران او له غزني نه تر شیرازه دا دواړه ملتونه د هغه فرهنګي میراث وارثان دي چې له سیاسي پولو هاخوا غځېدلی دی. باید پرې نږدو چې سیاسي ځای غوښتونکی او یا د ټولنیزو شبکو ناپېژندل سوي کاروونکي، دا تاریخي پیوند ملوث کړي. ورزشی بریا باید د تعصب او جهالت پر وړاندې هم بریا وي.
د افغانستان د فوټسال ۱۷ کلن ملي ټیم قهرماني له طلایي مډال څخه هم روښانه ده؛ دا بریا د هغه نسل د زېږون نښه ده، چې سره له تبعیض، جګړې، فقر او د حکومتونو له بېپامۍ سره، لا هم غواړي وځلېږي او خپل هېواد جوړ کړي. دا ویاړ د سیاستوالو نه، بلکې د ملت دی د هغه ملت چې باور لري راتلونکی باید له خاورو راولاړ سي.
له نن وروسته، دا قهرماني باید د ریښتینې پانګونې پیل وي په بنسټیز ورزش، د ځوانانو په روزنه او د ملي هویت په بیا جوړونه کې. ورزش د سولې ژبه ده او د یووالي وسیله؛ او که یوه ورځ افغانستان د جګړې پر ځای په ورزش او علم پانګونه وکړي، نو هغه ورځ به نه په آسیا او نه په نړۍ کې یې څوک د قهرمانۍ مخه ونیسي.
درناوی دې وي د افغانستان زړورو زلمیانو ته، او درناوی دې وي ټولو هغو انسانانو ته چې د کرکې پر ځای مینه کرې! ایران او افغانستان دوه ملتونه له یوې زړې خاورې، یو زړه، یو کلتور. د دوی دوستي د زړونو هغه پُل دی چې هېڅ طوفان یې نه سي نړولی. ژوندی دې وي مینه او پوهاوی








