د افغانستان د سرحدي ستونزو د حل لپاره د طالبانو د کمیټې جوړول

د افغانستان د سرحدي ستونزو د حل لپاره د طالبانو د کمیټې جوړول

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې ډلې د مشر ملا هبت الله د حکم پر بنسټ د هېواد د سرحدي سیمو د ستونزو د حل لپاره یوه کمېټه جوړه شوې ده. د فطرت په وينا، دغه کمېټه د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د سرپرست ملا نورالله نوري په مشرۍ جوړه شوې ده. هغه زياته کړه، دغه کمېټه ديني او عصري زده کړو ته د لاسرسي، روغتيا، مخابراتو، د سړک جوړولو او د څښاک د پاکو اوبو رسولو په څېر خدمات وړاندې کوي. پخوا به طالبانو له ګاونډیو هېوادونو سره سرحدي ستونزې د قومي مشرانو له لارې هوارولې.

بیشتر بخوانید:  له ۹ کلونو وروسته پاکستان ته د هند د بهرنیو چارو وزیر سفر
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x