د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د اسلامي یووالی صندوق او د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان د ختیځو ولایتونو د زلزلهځپلو د مالي ملاتړ لپاره د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
د اسلامي همکاریو سازمان د سهشنبې په ورځ (د میزان ۲۹مه) په خبرپاڼه کې ویلي چې دغه هوکړهلیک د محمد بن سلیمان اباالخیل، د اسلامي یووالی د صندوق اجرائیوي رییس، او محمد سعید العایش، د اسلامي همکاریو د سازمان د کابل د دفتر رییس، لهخوا لاسلیک سوی دی.
د دې هوکړهلیک له مخې، مرستې به د افغاني سرې میاشتې له لارې اړمنو کسانو ته ورسول سي. په خبرپاڼه کې راغلي: «دغه مالي مرسته د اسلامي یووالی د صندوق د دوامدارو بشردوستانه هڅو یوه برخه ده او د اسلامي امت د ملتونو په ملاتړ کې د دې ادارې د لوړو مسؤولیتونو څرګندونه کوي.» د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د افغانستان په ختیځو سیمو کې، په ځانګړي ډول په کنړ ولایت کې، د وروستۍ زلزلې له امله شاوخوا نیم میلیون کسان زیانمن سوي دي. د ملګرو ملتونو ادارو خبرداری ورکړی چې اړینې مرستې باید د ژمي له رارسېدو وړاندې اړمنو ته ورسول سي.