د افغانستان د زلزله‌ځپلو لپاره د اسکاتلنډ ۱۲۵ زره پونډه مرسته

د اسکاتلنډ حکومت اعلان کړی چې د افغانستان د وروستیو زلزلو د زیانمنو خلکو د ملاتړ لپاره یې ۱۲۵ زره پونډه دوه خیریه بنسټونو ته ځانګړې کړې دي.
کمک ۱۲۵ هزار پوندی اسکاتلند به آسیب‌دیدگان زمین‌لرزه‌های افغانستان

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د اسکاتلنډ حکومت اعلان کړی چې د افغانستان د وروستیو زلزلو د زیانمنو خلکو د ملاتړ لپاره یې ۱۲۵ زره پونډه دوه خیریه بنسټونو ته ځانګړې کړې دي. د دې مرستې پیسې د « اسکاتلنډ د بشري بیړني صندوق» له لارې ورکول کېږي.

د اسکاتلنډ کورنیو چارو اداره د جمعې په ورځ د جدی میاشتې په پنځمه نېټه، اعلان وکړ چې دغه بودجه به د بیړنیو مرستو د وېش لپاره وکارول سي، لکه نغدي پیسې، کمبلونه، ګرمې جامې او دحفظ الصحی د بسته جاتو د ویش لپاره، تر څو د زیانمنو سیمو اوسېدونکي د راتلونکي سخت ژمي له ستونزو سره مقابله وکړي.

آنګوس رابرتسن، د اسکاتلند د بهرنیو چارو وزیر، په یوه بیانیه کې وویل: «زلزلو په داسې حال کې افغانستان ولړزوئ چې دا هېواد تر دې وړاندې هم له پراخ بشري ناورین سره مخ وو. ژوند په داسې شرایطو کې زموږ لپاره د انګیرنی وړ نه دی، خو د افغانستان د خلکو لپاره یوه دردوونکې واقعیت دي»

اسکاتلنډ په دې اقدام سره، له زلزله‌ځپلو افغانانو سره خپله همغږې څرګنده کړه او په دې يې ټینګار وکړي چې بیړني بشري مرستي ډیری مهمي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x