د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا خبره د افغانستان د زعفرانو د اتحادیې مرستیال سید عبدالواحد سادات وکړه چی په دغه هېواد کې د زعفرانو ۸۵ سلنه پروسس د ښځو له خوا ترسره کېږي. هغه زياته کړه، چې اوسمهال په هرات ولايت کې له ٥٠ څخه تر ٦٠ زرو پورې ښځې په دې برخه کې کار کوي. طالبانو تر دې مخکې اعلان کړی و چې د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې د زعفرانو کښت زیات شوی دی. د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د ثور میاشتې په پیل کې ویلي و، چې تېر کال د ۴۹ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۷ ټنه زعفران ۹ هېوادونو ته صادر شوي دي.

- 43
- کې خپور شو 11:01 ق.ظ
- د خبر شمیره 110467
- November 24, 2024
- کې خپور شو 11:01 ق.ظ
- د خبر شمیره 110467
- November 24, 2024
- خبرونه
- تازه تازه 20:34 - November 24, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=110467
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



