لیکوال: م. کهریزنوی
د ډسمبر ۱۸مه، د کډوالو نړیواله ورځ، په ظاهره د هغو میلیونونو انسانانو د درناوي ورځ ده چې له خپلو کورونو شړل سوي دي؛ خو په ژوره کې دا ورځ هغه هنداره ده چې د نړیوال سیاست شرمناکه څېره او د انساني وجدان ناکامي بربنډوي.
افغانستان، د کډوالۍ له پلوه د نړۍ د هېوادونو په منځ کې، ښايي تر ټولو دردونکې کیسه ولري؛ داسې هېواد چې د جګړې، فقر، قومي تعصب او بېعدالتۍ له زخمونو وینه ترې څاڅي. له ۱۳ میلیونو څخه ډېر د افغانستان وګړي په ۱۰۳ هېوادونو کې کډوال دي. دا شمېره یوازې یو احصائیه نه ده، بلکې د بشري وجدان د سقوط تاریخي سند دی.
د افغانستان د کډوالۍ هېڅ تحلیل بشپړ نه دی، تر څو د امریکا د متحدو ایالتونو رول پکې ونه څېړل سي. امریکا چې ځان د ازادۍ او ډیموکراسۍ ژغورونکی باله، په حقیقت کې د منځني ختیځ او جنوبي اسیا د جوړښتي بېثباتۍ اصلي عامل دی. د نیابتي جګړو لپاره د ترهګرو ډلو له جوړولو او ملاتړ څخه نیولې، د کمزورو هېوادونو د شتمنیو تر لوټ پورې، امریکا په ۲۱مه پېړۍ کې د استعمار معاصر مخ دی.
په افغانستان کې امریکا د «ډیموکراسۍ او د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې» تر شعار لاندې راغله، خو پایله څه سوه؟ پوځي ویجاړۍ، سیاسي تړلتیا او د نويو ترهګرو جوړښتونو وده. د امریکا د شلکلن حضور تر سیوري لاندې، طالبان لا پیاوړي سول، داعش وزېږېد، او عام خلک په خاورو او وینو کې ډوب سول. امریکا نه د خلکو د ازادۍ لپاره، بلکې د خپلو ستراتیژیکو ګټو او د ماشوموژونکي اسرائیلي رژیم د امنیت لپاره په سیمه کې پاتې سوه.
نن چې د هېواد میلیونونه وګړي په ایران، پاکستان او د نړۍ په ګوټګوټ کې د یوې مړۍ ډوډۍ په لټه کې دي، پوښتنه دا ده: ایا دا هماغه «سوله» ده چې واشنګټن ژمنه ورکړې وه؟ امریکا نه یوازې افغانستان، بلکې نړیوال وجدان هم اشغال کړ؛ خو هر ظلم کورني ملاتړي لري.
د کډوالۍ فاجعه د تېر وخت د مشرانو د بېکفایتۍ او قومي پالنې پایله ده. حامد کرزي، د قوميمحوره سیاستونو او پر لوېدیځ د مزمنې تکیې له لارې، ژور ټولنیز درزونه او ملي بېباوري رامنځته کړه. نه یې ملي دولت جوړ کړ او نه خپلواک بنسټونه؛ بلکې قبیلوي جوړښت یې د نوې جمهوریت په جامه کې بیا راژوندی کړ.
او اشرف غني احمدزی، د سیاسي ځانمینتوب او بېکفایتۍ روښانه نښه. هغه د ناروغ غرور او له ټولنیزو واقعیتونو د ناپوهۍ له امله، نه یوازې دولت ونړاوه، بلکې میلیونونه وګړي یې بېکوره کړل. د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵مه، یوازې د یوه حکومت سقوط نه وو، بلکې د یو نسل د سیاسی اخلاقو سقوط وو.
دغه مشرانو، د امریکا پر ملاتړ تکیه کولو او د خلکو د درد له پامه غورځولو سره، د طالبانو د بېرته راتګ او د کډوالۍ د نوې څپې لاره هواره کړه.
د عام تصور خلاف، د افغانستان د خلکو کډوالي اقتصادي انتخاب نه دی، بلکې د ژوند او امنیت اړوند حرکت دی. میلیونونه کورنۍ د طالبانو له وېرې، د جګړې له ګواښ، لوږې او انتقام څخه، خپل کورونه پرېښي دي. له هېواده وتل یوه چوپه چیغه ده: د هغې مور چیغه چې د سپینبولدک پر پولې خپل یخوهلی ماشوم په غېږ کې نیولی؛ د هغه پلار چیغه چې د پاکستان په کمپ کې د ډوډۍ او درملو په لټه کې دی؛ د هغه نسل چیغه چې یوازې غواړي ژوندی پاتې سي.
په دې منځ کې، د کډوالو جبري شړل د دې ملت پر زخمونو مالګه شیندي، او نړیواله ټولنه یوازې ننداره کوي.
طالبان نن د «اسلامي امارت» تر نامه لاندې، هېواد په یوه ایډیولوژیک زندان بدل کړی دی. هغوی چې ځانونه د دین خادمان بولي، په حقیقت کې دین د جهل د تحمیل، د حذف او د قدرت د انحصار وسیله ګرځولې ده.
د افغانستان خلک له طالبانو غواړي چې له تاریخي سرسختۍ لاس واخلي او وپوهېږي چې مشروعیت د ټوپک له شپېلۍ نه، بلکې له مشارکت، عدالت او ازادۍ زېږي. که طالبان لږ عقلانیت او پر خدای رښتینی ایمان ولري، باید:
یو ټولشموله حکومت جوړ کړي، څو ټول قومونه، مذهبونه او ښځې پکې ونډه ولري؛
د جعفري حق مذهب په رسمیت وپېژني، څو د دیني عدالت بنسټ ټینګ سي؛
د انجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي، ځکه هغه ټولنه چې د انساني ځواک نیمایي برخه په تیاره کې ساتي، د نابودۍ پر لور ځي.
Zarlasht:
تاریخ له هېچا سره معامله نه ده کړې؛ او که طالبان له تېر څخه درس وانخلي، نوم به یې د نورو بېخردو واکمنانو په څېر د تاریخ د شرم په کتار کې ثبت سي.
افغانستان نن د یوه برخلیک ټاکونکي انتخاب پر درشل ولاړ دی: یا کولی سي له دې د کرکې، جهل او تړلتیا له کړۍ ووځي، او یا به همداسې د سیاستوالو د مقام غوښتنې او نړیوالو لوبو قرباني پاتې سي.
د افغانستان ژغورنه په عقل، عدالت او انسانیت ته په ستنېدو کې ده. که طالبان غواړي نوم یې په تاریخ کې پاتې سي، باید تړلې دروازې پرانیزي، خبرو ته غاړه کېږدي او حکومت له انحصاره وباسي.
پخواني مشران باید د تاریخ پر وړاندې ځوابویونکي سي، او امریکا باید وپوهېږي چې د افغانستان خلک د جیوپولیټیکو لوبو وسایل نه دي.
د کډوالو په نړیواله ورځ، موږ یوازې د کډوالو له درده نه وایو، بلکې د هیلو خبرې هم کوو؛ د هغې ورځې هیلې چې افغان انسان نور اړ نه سي د خپل ژوند د ژغورلو لپاره خپله خاوره پرېږدي.
او دا هیله هغه وخت رښتیا کېږي چې عقل، عدالت او انسانیت، د جهل، قومي پالنې او استبداد ځای ونیسي.



