د افغانستان د ختیځ په زلزله‌ځپلو سیمو کې د بیارغونې لپاره ۱۲۸ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

یو تازه ارزونه چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ ترسره سوې، ښيي چې د افغانستان په ختیځو زلزله‌ځپلو سیمو کې د کورونو، ښوونځیو او حیاتي خدماتو د بیارغونې لپاره ۱۲۸.۸ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
د افغانستان د ختیځ په زلزله‌ځپلو سیمو کې د بیارغونې لپاره ۱۲۸ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ یو تازه ارزونه چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ ترسره سوې، ښيي چې د افغانستان په ختیځو زلزله‌ځپلو سیمو کې د کورونو، ښوونځیو او حیاتي خدماتو د بیارغونې لپاره ۱۲۸.۸ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

دغه تازه خپور سوی راپور څرګندوي چې پرله‌پسې زلزلو د افغانستان په ختیځ کې، په ځانګړې توګه د کنر په ولایت او نژدې سیمو کې، درانه زیانونه اړولي دي او زرګونه کورونه، تعلیمي مرکزونه او خدماتي تأسیسات یې ویجاړ کړي دي.

د دې ارزونې د موندنو پر بنسټ، په دغو سیمو کې د سرپناه، روغتیایي تأسیساتو، ښوونځیو او د اوبو او انرژۍ شبکو د بیارغونې بیړنۍ اړتیا موجوده ده. په ورته وخت کې، راپور خبرداری ورکوي چې د نړیوالې ټولنې له‌ خوا د مالي مرستو سخت کمښت د بیارغونې بهیر له جدي خنډونو سره مخ کړی دی. د مرستې رسونې نړیوال بنسټونه له مرسته‌کوونکو هېوادونو غواړي چې د ژمي له رارسېدو او د بحراني وضعیت په پام کې نیولو سره، خپلې مالي ژمنې زیاتې کړي ترڅو د زیانمنو کورنیو بیړنۍ اړتیاوې پوره سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x