د افغانستان د ثبات لپاره د چين او پاکستان ټینګار پر دوامداره سیمه‌ایزو همکاریو باندی

د چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو په يوه ګډه اعلاميه کې د دواړو هېوادونو پر دوه‌اړخيزو همکاريو او د چين، پاکستان او افغانستان ترمنځ د درې‌اړخيزو خبرو د دوام پر ارزښت ټينګار کړی او د افغانستان د سولې او ټينګښت لپاره یی د همغږي د دوام غوښتنه کړي.
د افغانستان د ثبات لپاره د چين او پاکستان ټینګار پر دوامداره سیمه‌ایزو همکاریو باندی

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو په ګډه اعلاميه کې د افغانستان، چين او پاکستان ترمنځ د درې‌اړخيزو خبرو د پرله‌پسې کارونې او همکاريو پر دوام ټينګار کړی. هغوی همدا ډول ويلي چې د چين، پاکستان او بنګله‌دېش ترمنځ د ګډو سيمه‌یيزو همکاريو چوکاټ به لا پياوړی کوي، څو د افغانستان د ټينګښت او سيمه‌یيزو چارو په برخه کې نوې لاسته‌راوړنې رامنځته سي.

په اعلاميه کې چې د ګډې ناستې څخه وروسته خپره سوې، دواړو لورو ژمنه کړې چې د افغانستان د موضوع په تړاو به تل نږدې اړيکي او همغږي وساتي. نوموړو همدارنګه ویلي چې د نړیوالې ټولنې ترڅنګ به د افغانستان حکومت هڅوي چې یو پراخه سیاسي چوکاټ جوړ کړي، منځلارې پالیسۍ ولري، ښه ګاونډیتوب ته ژمن وي او د ثبات او پراختیا په لاره کې رغنده رول ولوبوي.

د چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د دې ترڅنګ ټينګار کړی چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو هېوادونو پر ضد د وېرې خپروونکو ډلو د کارونې مخه بايد ونيول سي؛ هغه اندېښنه چې په وروستيو کلونو کې تل د افغانستان په تړاو د سيمه‌یيزو خبرو بنسټيزه برخه وه.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان، د افغانستان د اوسنيو واکمنانو په توګه، وار په وار ويلي چې هېڅ هېواد ته به اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو هېوادونو پر ضد ناوړه ګټه واخلي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x