د افغانستان د تېلو په صنعت کې یو تاریخي ګام؛ د کابل او مسکو د تېلو د همکارۍ تړون لاسلیک شو

د طالبانو سرپرست حکومت اعلان وکړ چې افغانستان د روسیې د انټیکوي شرکت سره د تېلو د استخراج او پروسس لومړنی قرارداد لاسلیک کړ، چې له مخې به یې شرکت په افغانستان کې د تېلو د استخراج عملیات پیل کړي او د تېلو د پروسس فابریکې به جوړې کړي.
گامی تاریخی در صنعت نفت افغانستان؛ امضای قرارداد همکاری نفتی کابل-مسکو

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو سرپرست حکومت اعلان کړی چې د لومړي ځل لپاره د افغانستان د تېلو د استخراج او پروسس قرارداد له یوې روسي شرکت سره لاسلیک شوی دی.

دا تړون د تاتارستان جمهوریت کې د کازان اقتصادي غونډې په څنډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د روسیې شرکت انټیکوی ترمنځ لاسلیک شو.

د دې تړون پر بنسټ، روسي شرکت په پام کې لري چې په افغانستان کې د تېلو سرچینو لپاره کیندنه پیل کړي او همدارنګه په هیواد کې د تېلو د پروسس فابریکې جوړې کړي.

بیشتر بخوانید:  د کورنیو چارو پخوانی وزیر: د افغانستان راتلونکی ګډو هڅو ته اړتیا لري
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه