د افغانستان د تازه میوو ۱۶.۳ میلیونه ډالرو صادرات

په هرات ولایت کې د طالبانو چارواکي وایي چې په تېرو نهو میاشتو کې د دغه ولایت څخه د ۱۶ میلیونه ډالرو څخه په زیاته کچه تازه مېوې بهرنیو هېوادونو ته صادرې سوې دي.
د افغانستان د تازه میوو ۱۶.۳ میلیونه ډالرو صادرات

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د هرات ولایت د طالبانو د والي دفتر په یوه رسمي اعلامیه کې خبر ورکړی چې په تېرو نهو میاشتو کې د دغه ولایت څخه د ۱۶ میلیونه او ۳۳۰ زره ډالرو په ارزښت تازه مېوې نورو هېوادونو ته صادرې سوې دي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د یاد دفتر له لوري د یک‌شنبې په ورځ، د جدی په ۱۴ نیټه، خپره سوې، راغلي دي چې په دغه موده کې په ټولیز ډول ۲۲ زره او ۲۴ ټنه تازه مېوې د هرات ولایت څخه بهر ته لېږدول سوې دي.

طالبانو ادعا کړې چې د تازه مېوو دغه صادراتي بهیر د کروندګرو د عوایدو په لوړولو او د هرات ولایت د کرنې د سکتور په پیاوړتیا کې مهم رول لوبولی دی.

سره له دې، طالبانو د صادره سوو مېوو د ډولونو او د هغو هېوادونو په تړاو چې د یادو مېوو د صادراتو اصلي موخې وې، کره او تفصیلي معلومات نه دي وړاندې کړي.

تر دې وړاندې هم په هرات کې د طالبانو ادارې ادعا کړې وه چې د دغه ولایت څخه ځیني صنعتي وسایل د تاجیکستان هېواد ته صادر سوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x