د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د صدراعظم اقتصادي مرستیال اعلان وکړ چې افغانستان په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د ۶۴۳ ملیون ډالرو په ارزښت ۴۶۶۰۰۰ ټنه تازه او وچې میوې نړیوالو بازارونو ته صادرې کړې دي.
دا احصایې د هیواد په اقتصاد کې د کرنې سکتور مهم رول په ګوته کوي.
دې سازمان په یوه راپور کې اعلان وکړ چې صادر شوي میوو کې بادام، اخروټ، جلغوزي، آلو بخارا، انځر، ممیز، زردالو، انار، انګور او مڼې شاملې دي.
د دفتر په وینا، پاکستان، هند، ازبکستان، متحده عربي امارات او ترکیه د افغانستان د تازه او وچو میوو اصلي پیرودونکي دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت راپور ورکړ چې په تېر لمریز کال کې له هند سره د افغانستان د سوداګرۍ ارزښت ۸۹۰ ملیون ډالرو ته ورسېد.