د افغانستان د اوبو کړکېچ؛ ملګري ملتونه: د کابل اوبه به تر ۲۰۳۰ پورې وچې شي

په افغانستان کې د اوبو کړکېچ وروسته، د ملګرو ملتونو د بشري میشت ځایونو پروګرام خبرداری ورکړ چې د کابل خلک د ځمکې لاندې اوبو د کچې د چټک کمښت له امله له بې ساري کړکېچ سره مخ دي او پرته له پراخې پانګونې او بیړنۍ همکارۍ، ښار به تر ۲۰۳۰ پورې په بشپړه توګه وچ شي.
بحران بی آبی در افغانستان؛ سازمان ملل: آب کابل تا ۲۰۳۰ خشک می‌شود

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په افغانستان کې د اوبو د بې ساري کمښت له کړکېچ وروسته، د ملګرو ملتونو د بشري میشت ځایونو پروګرام (UN-Habitat) د پنجشنبې په ورځ (د سرطان ۲۶مه) خبرداری ورکړ چې د کابل ښار د څښاک اوبو ته د لاسرسي له بې ساري کړکېچ سره مخ دی.

ادارې اعلان وکړ چې په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو کچه د پام وړ راټیټه شوې او د ښار شاوخوا شپږ میلیونه اوسیدونکي له خطر سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري میشت ځایونو پروګرام ټینګار وکړ چې د دې کړکېچ حل کول پراخې پانګونې، د ادارو ترمنځ قوي همکارۍ، او د اوبو سرچینو د مدیریت او غوره کارونې په اړه د عامه پوهاوي زیاتوالي ته اړتیا لري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه