د افغانستان د آزادۍ بهیر د طالبانو پر وړاندې د یووالي بلنه

د افغانستان د آزادۍ بهیر په یوه خپره سوې اعلامیه کې له ټولو هغه جریانونو، جبهاتو، بنسټونو، شخصیتونو او د ټولنیزو شبکو له کاروونکو چې د طالبانو مخالفین دي، غوښتنه کړې چې له تفرقې، دښمنۍ او نفرت‌اچونې ډډه وکړي او د یووالي او همغږۍ په لور ګام پورته کړي.
د افغانستان د آزادۍ بهیر د طالبانو پر وړاندې د یووالي بلنه

د افغانستان د آزادۍ بهیر په یوه خپره سوې اعلامیه کې له ټولو هغه جریانونو، جبهاتو، بنسټونو، شخصیتونو او د ټولنیزو شبکو له کاروونکو چې د طالبانو مخالفین دي، غوښتنه کړې چې له تفرقې، دښمنۍ او نفرت‌اچونې ډډه وکړي او د یووالي او همغږۍ په لور ګام پورته کړي. دغه بهیر د سه‌شنبې په ورځ، ۱۱ د قوس، په خپل بیان کې خبرداری ورکړی چې د مخالفانو تر منځ د اختلاف او شخړو دوام یوازې د طالبانو واکمنۍ ته ځواک ورکوي او د افغانستان د خلکو کړاوونه زیاتوي. په اعلامیه کې ویل سوي دي: «د طالبانو جهنمي امارت، د واک د دوام بنسټ پر ځپلو، تبعیض، تزویر او دسیسو ولاړ دی.

په اوسنیو شرایطو کې د قومونو، مذهبونو او ژبو تر منځ هر ډول اختلاف، نښته او تفرقه، یوازې او یوازې د طالبانو د واک د پیاوړتیا او زموږ د خلکو د نه ختمېدونکو کړاوونو لامل کېږي.» د آزادۍ بهیر زیاته کړې چې طالبان د افغانستان د خلکو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کوي، عدالت او هوساینه یې له ټولنې اخیستې او سربېره پردې، د ترهګرو ډلو لپاره یې خوندي پناه‌ځایونه برابر کړي دي. دا بهیر چې د افغان کاروونکو تر منځ په انټرنېټي فضا کې د ورځ تر بلې زیاتېدونکي تاوتریخوالي، سپکاوي او قبیلوي نفاق څخه اندېښنه لري، له ټولو مخالفو ځواکونو غواړي چې ملي یووالي، همدردۍ او انسجام ته مخه کړي او د هېواد د ژغورنې لپاره د طالبانو پر وړاندې یو موټی ودریږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x