د افغانستان په ختیځ کې ورانوونکې زلزلو، تر فزیکي ویجاړیو او انساني تلفاتونو هاخوا، د هېواد د جوړښتي او مدیریتي ستونزو بشپړه هنداره هم وړاندې کړې ده.
د ملګرو ملتونو د مرستندویه مأموریت (یوناما) جدي خبرداری، چې که د زلزلهځپلو کورنیو ته بېړنۍ مرستې ونه رسېږي، حتمي د مرګ سره مخامخ دی، نه یوازې د انساني وضعیت سختوالی څرګندوي، بلکې د بحرانمنونکو تګلارو د بیا کتنې اړتیا هم یادونه کوي.
د دې ادارې له لوري د ۱۳۹ میلیونه ډالرو د مرستو غوښتنه یوازې د مالي اړتیا خبره نه ده، بلکې د ختیځ په زلزلهځپلو سیمو کې د انساني ناورین ژورتیا هم څرګندوي.
دغه اندازه بودیجه نه یوازې د تاوانونو پراختیا انځوروي، بلکې د مرستندویه عملیاتو هغه پېچلتیا هم په ګوته کوي چې د هېواد بنسټیزې زیربناوې په کې دړې وړې سوي دي.
د میرمن اوتنبایوا ټینګار پر دې چې ښځې د مرستو د رسولو په بهیر کې حیاتي رول لري، د ټولنیزو وړتیاوو د پټ ظرفیتونو ترڅنګ، د موجودو محدودیتونو یادونه هم کوي چې له دې انساني سرچینو څخه د استفادې مخه نیسي.
د ژمي په درشل کې د زیانمنو سویو خلکو بېسرپناه پاتې کېدل یوه دوه چنده حساسې مسئله ده. د افغانستان غرنۍ یخنی چې هر کال د لسګونو کسانو ژوند اخلي، دا ځل د زلزلهځپلو ناوړه حالت سره یو ځای سوی او یو زیات ګواښ یې رامنځته کړی دی.
په دې بحران کې د ښځو او ماشومانو زیانمنونکې حالت د موجود وضعیت یو بل پېچلی اړخ دی. دغه زیانمنې ډلې چې په عادي شرایطو کې هم له محدودیتونو سره مخ وي، اوس له لا زیاتو خطرونو سره مخ دي. د روغتیایي خدماتو، تغذیې او سرپناه نه شتون د دوی حالت څو برابره کړکیچن کړی دی.
د طالبانو حکومت په دې حساسې مرحلې کې له یوې برخلیک ټاکونکې ازموینې سره مخ دی. د دې بحران اغېزمن مدیریت نه یوازې د اتباعو پر وړاندې اخلاقي او قانوني مسؤلیت دی، بلکې د واکمنۍ د وړتیا د سنجولو معیار هم ګڼل کېږي. د طبیعي فاجعو پر وړاندې د اغېزمن ځواب ویلو وړتیا د هر حکومت پر اعتبار او مشروعیت ژور اغېز لري.