د افغانستان تکواندو لوبغاړي د نړیوالو او آسیایي سیالیو لپاره روان سول

د افغانستان د تکواندو فدراسیون اعلان کړی چې د هېواد ملي ټیم د نړیوالو سیالیو لپاره چین ته او د آسیایي لوبو لپاره بحرین ته استول سوی دی
د افغانستان تکواندو لوبغاړي د نړیوالو او آسیایي سیالیو لپاره روان سول

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان د تکواندو فدراسیون مسوولینو نن یکشنبه (د میزان ۲۷مه) ویلي چې د بحرین په آسیایي لوبو کې درې لوبغاړي، چې پکې سدیس سکندر او عبدالباسط صفی‌زاده هم شامل دي، په بېلابېلو عمرې کټګوریو کې ګډون کوي.

همدارنګه، په چین کې د تکواندو نړیوالو سیالیو لپاره اته افغان تکواندوکاران ګډون کوي. د تکواندو نړیوالې سیالۍ به د اکتوبر په ۲۴مه په چین کې پیل سي، او د بحرین آسیایي لوبې به د اکتوبر په ۲۲مه د افغان لوبغاړو په ګډون پيلېږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط