د افغانستان تاریخ د دلالانو په منګولو کې

د کلتوري شتمنیو قاچاق یوازې اقتصادي جرم نه دی، بلکې د ملتونو پر تاریخي حافظه برید دی. هر لرغونی اثر چې د یوه هېواد له خاورې تښتول کېږي، د هغوی د تمدني روایت یوه برخه ورسره ورکېږي.
د افغانستان تاریخ د دلالانو په منګولو کې

لیکوال: ز. نظری

د نومبر ۱۴مه، د کلتوري شتمنیو د غیرقانوني قاچاق پر ضد د مبارزې نړیواله ورځ ده؛ هغه ورځ چې یونسکو د بشري میراث د ساتنې د اړتیا د یادونې لپاره ټاکلې ده. خو د افغانستان لپاره دا ورځ د مبارزې په یادونه نه، بلکې د یوې زوړ او ژور ټپ ــ د «تاریخ لوټل» ــ په یاد راوړلو مانا لري. نړۍ د تابلو او مجسمو د قاچاق خبرې کوي، خو افغانستان لا هم خپل د تمدن د هډوکو د له منځه وړلو پر لاره روان دی؛ هغه خزانې چې یوازې خاوره نه، بلکې زموږ هویت غلا کوي.

دا نړیواله ورځ د بشریت ګډ مسوولیت راپه زړه کوي چې خپلې فرهنګي ریښې وساتي. خو زموږ د ولس لپاره، دا ورځ یو بل رنګ لري. افغانستان، چې یو وخت د لویو تمدنونو د اوښتون لار، او د ختیزو، یوناني، بودایي او اسلامي فرهنګونو ګډه زانګو وه، نن په یوه داسې پټه لوټمارۍ بدل سوی چې لرغوني آثار یې د حرص، فقر او بې‌قانونۍ ښکار کېږي. که څه هم په دې ورځ کې د هر ډول کلتوري میراث د قاچاق مخنیوی یادېږي، خو زموږ په هېواد کې د «لرغونو آثارو» یادونه یوه اختیاري موضوع نه، بلکې یوه ملي اړتیا ده؛ ځکه له څو لسیزو جګړو سره یوازې کورونه نه، بلکې د ملت ګډه حافظه هم لوټل سوې ده.

د کلتوري شتمنیو قاچاق یوازې اقتصادي جرم نه دی، بلکې د ملتونو د تاریخي حافظې پر ضد جنایت دی. هر لرغونی اثر چې له افغانستانه ایستل کېږي، د زموږ له تمدني کیسې یوه ټوټه ورسره له منځه ځي. د بلخ له خټینو لوحو نیولې تر بامیانو بودايي مجسمو پورې، هر یو د دې خاورې د انسانانو د هستوګنې کیسه کوي. خو نن چې پاتې دي، د ورانۍ او غمیزې کیسې دي. په تېرو څلورو لسیزو کې، افغانستان د منځني ختیځ د تر ټولو پراخو تاریخي تښتونو شاهد پاتې سوی دی. له کورنیو جګړو تر د جمهوریت تر کلونو، او اوس هم، ناقانونه او بولدوزري کیندنې د سلګونو تاریخي ساحو بڼه بدله کړې ده.

سیمه‌ییز زورواکان او د نړیوالو قاچاقي شبکې، د دې ملت میراث د څو ټکو په بیه پلوري. هیڅ فرهنګي قاچاق د سیاسي زمینې او د قدرت د فاسدو جوړښتونو پرته پایښت نه لري. کله چې قانون کمزوری، مسوولان په فساد کې ښکیل او سرحدونه ناامن وي، تاریخ ډېر ساده لوټل کېږي. افغانستان په دې وروستیو لسیزو کې د جګړې، بې‌ثباتۍ او جوړښتي فقر له امله د قاچاقچیانو پر ازاد میدان بدل سوی دی. هغه شیان چې یو وخت د بلخ او بګرام په خاورو کې ځلېدل، نن د لندن او نیویارک په ویتیرینو کې د نیون څراغونو لاندې پلورل کېږي. خو دا یوازې تجارت نه دی؛ دا د فرهنګي استعمار یوه نوې بڼه ده چې د جګړه‌ځپلو ملتونو میراث غلا کوي څو د شتمنو ملتونو لپاره «نړیوال تاریخ» جوړ کړي. لرغوني آثار او هنري توکي بې‌ژبې کتابونه دي چې د یوه ملت هویت روایتوي. دوی زموږ ګډه حافظه، اخلاقي بنسټ او د ننني هنر الهام بښونکي سرچینې دي. هنر او لرغونتوب، د نن انسان د پرون له عقل او ښکلا سره نښلوي. هغه ټولنه چې خپل تېر له لاسه ورکوي، په اصل کې خپل راتلونکی هم بایلي.

هره نسخه، هره مجسمه، هر د خټو لوښی زموږ د وجود له فلسفې یوه ټوټه ده؛ داسې میراث چې نه یوازې د اقتصاد یا سیاحت لپاره، بلکې د فرهنګي انسان د روزنې لپاره هم اړین دی. هنر د انسانانو ګډه ژبه ده؛ خو کله چې د یوه ملت هنري او تاریخي آثار لوټل کېږي، د هغه ملت ژبه هم چپ کېږي. که څه هم طالبانو د واکمنېدو وروسته د میراث د ساتنې ژمنې کړې دي، خو سپوږمکیزو انځورونو او نړیوالو راپورونو بله خبره کړې ده. په داسې حال کې چې چارواکي د نظارتي ځواکونو د جوړېدو خبرې کوي، بولدوزرونه لا هم په بلخ او سمنګان کې تمدني خاوره اړوې را اړوي. په دې وضعیت کې، د حکومتونو دنده یوازې شعار نه دی؛ باید له نړیوالو او علمي بنسټونو سره حقیقي همکاري وسي. چوپتیا د کلتوري غلو سره شریکوالی دي. لوېدیځ هېوادونه چې غلا سوي آثار په خپلو مېوزیمونو کې ساتي، په حقیقت کې د دې نړیوالې تښتونې شریکان دي.

خو مسوولیت یوازې پر هغوی بار ندی. موږ پخپله باید د خپل فرهنګ لومړي ساتونکي سو. تر هغه چې خلک د خپل میراث په ارزښت نه پوهېږي، هېڅ قانون او امنیتي ځواک نه سي کولای تاریخ وساتي. د کلتوري شتمنیو د قاچاق پر ضد نړیواله ورځ یوازې یوه نړیواله نېټه نه ده؛ دا د هغو ملتونو لپاره ازموینه ده چې لا هم غواړي «ملت» پاتې سي. که زموږ لرغوني آثار لوټل کېږي، که زموږ هنرمندان مهاجرت ته اړ کېږي، که زموږ ماشومان نه پوهېږي چې بلخ څه وو او بامیان کوم ځای دی، نو بیا له افغانستانه به یوازې نوم پاتې وي او خاوره. میراثي فرهنګ د تېر یادګار نه، بلکې د سبا اخلاقي او فکري پانګه ده. د دې ساتنه یوازې د دولتونو یا مامورینو دنده نه؛ بلکې د انسان او وجدان ترمنځ یو تړون دی.

راځئ له همدا نن څخه، د تاریخ د لوټ ننداره پرېږدو او د هغه چوپ ساتونکي سو؛ ځکه هر د خټو لوښی چې ژغورل کېږي، د هویت هغه ټوټه ده چې راتلونکو نسلونو ته بېرته ستنېږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x