د افغانستان بانک نوي سرپرست په خپل کار پیل وکړ

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=3579
۲ کلونه پیش
شماره خبر 3579
منتشر شده در 5:16 ب.ظ

د معمار آژانس د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې، د چارو ادارې سرپرست او مرستیال سیف الدین تائب وویل چې د افغانستان اسلامي امارت د چارواکو په مسئولیتونو کې بدلونونه یو اصل دی چې د اسلامي امارت مشرتابه دغه بدلونونه د ملي مصلحتونو او د ولس د خیر او فلاح په موخه په پام کې نیسي.
تائب، د بدري د غوره کارنامو په یادولو سره، هغه د افغانستان اسلامي امارت د متبارزو شخصیتونو له جملې څخه وباله.
د چارو ادارې سرپرست، د افغانستان بانک له مخکېني سرپرست حاجي ادریس څخه هم مننه وکړه او د افغانۍ د ثبات او د بانکي سکتور د اغېزناک مدیریت په برخه کې یې د هغه هڅې وستایلې.
دغه راز د افغانستان بانک نوي سرپرست وویل: موږ د هغو اوامرو او لارښوونو درناوی کوو چې د افغانستان اسلامي امارت له خوا موږ ته سپارل کېږي او راسپارل شوې دندې د وطنپالنې او عامه رفاه د اصل په پام کې نیولو سره ترسره کوو او د هر کار په ترسره کولو کې، الله (ج) شاهد او حاضر ګڼو.
بدري څرګنده کړه: د افغانستان بانک د مسلکي او ځوانو کارکوونکو په همکارۍ او تجربې به، د پولي سیاستونو د اغېزناک تطبیق، د بانکي سکتور د لا ټینګښت، د نړۍ له هېوادونو سره د بانکي سکتور د مراوداتو د ښه والي او د اسعاري زېرمو د آزادولو لپاره اغېزناکې هڅې ترسره کړو.
د غونډې په پای کې، د افغانستان بانک مخکېني سرپرست، د دغه بانک نوي سرپرست ته په چارو کې د بریالیتوب د هیلې تر څنګ، هغه د خلکو خدمتګار او پرهېزګاره شخصیت وباله او د افغانستان بانک له همکارانو یې وغوښتل چې د یوه ښه همکار په توګه دې له نوموړي سره کار وکړي.
د یادونې وړ ده چې د مالیې وزارت مخکېني سرپرست ملا هدایت الله بدري، چې په دغو وروستیو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌الحدیث و التفسیر مولوي هبةالله آخندزاده (حفظه‌الله) د فرمان پر بنسټ، د افغانستان بانک د نوي سرپرست په توګه ټاکل شوی و؛ نن يې په رسمي توګه خپله دنده پیل کړه.

  د ایران د سوداګرۍ خونې مشر: افغان سوداګر په ایران کې تر ټولو لوی بهرني پانګوال دي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
گام جدید در روابط افغانستان و چین برای تقویت همکاری‌های دوجانبه
د دوه اړخیزې همکارۍ د پیاوړتیا لپاره د افغانستان او چین په اړیکو کې یو نوی ګام
۱۵ ساعتونه پیش
انتقال بیش از ۹۵۳ هزار تُن کالا از طریق خطوط آهن در سه ماه نخست سال روان
د روان کال په لومړۍ دریو میاشتو کې د ریل پټلۍ له لارې د ۹۵۳،۰۰۰ ټنو څخه د زیاتو توکو لیږدول
۱۵ ساعتونه پیش
asaar-768x432.jpg
د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه (پنج شنبه د ۱۴۰۴ کال د سرطان 12 )
۱۸ ساعتونه پیش
asaar
د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه (چهار شنبه د ۱۴۰۴ کال د سرطان 11 )
۲ ورځې پیش

مطالب پیشنهادی

آخرین اخبار مهم

د طالبانو نوې لارښوونې: رسنۍ حق نلري چې پر حکومت نیوکه وکړي
۱ ورځ پیش
دستورالعمل جدید طالبان: رسانه‌ها حق انتقاد از حاکمیت را ندارند
ایران او افغانستان د مهاجرینو د مدیریت لپاره دوه ګډې کاري ډلې جوړوي
۱ ورځ پیش
ایران و افغانستان برای مدیریت مهاجران دو کارگروه مشترک تشکیل دادند
په هرات کې د محرم د ماتم په مراسمو کې د طالبانو محدودیتونه؛ د حسیني بیرغونو راټولول
۲ ورځې پیش
محدودیت‌های طالبان بر عزاداری محرم در هرات؛ جمع‌آوری سقاخانه‌ها و پرچم‌های حسینی
د نتانیاهو زوی: ما اسراییل پریښود او د خپل ژوند له ویرې امریکا ته وتښتیدم!
۲ ورځې پیش
په مسکو کې د طالبانو نوي سفیر کار پیل کړ
۲ ورځې پیش
د ایران ولسمشر د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره د همکارۍ د ځنډولو قانون صادر کړ
۲ ورځې پیش
رییس جمهور ایران قانون تعلیق همکاری با آژانس انرژی هسته‌ای را ابلاغ کرد
د هرات صنعتي پارک پنځم پړاو پرانیستل د کډوالو ملاتړ باندې ټینګار سره
۲ ورځې پیش
افتتاح فاز پنجم شهرک صنعتی هرات با تأکید بر حمایت از مهاجرین
د بدخشان په خاش کې د اعتراضونو دریمه ورځ
۲ ورځې پیش
سومین روز اعتراضات در خاش بدخشان

گزارش و مصاحبه

جمعه‌خان پویا: تصمیم دیوان عالی آمریکا تهدیدی جدی برای امنیت پناهجویان افغان است
جمعه خان پویا، فعال حقوق بشر افغان، در گفت‌وگویی اختصاصی با تلویزیون معمار در برنامه فانوس، تصمیم اخیر دولت آمریکا مبنی بر اخراج پناهجویان افغان را به‌شدت محکوم کرده و آن را نقض تعهدات اخلاقی و امنیتی این کشور دانست.
۱ میاشت پیش
5:14 ب.ظ
صحرا کریمی: تغییر نام «افغان‌فلم»؛ آغاز پاکسازی فرهنگی توسط طالبان
در مصاحبه‌ای با برنامه «فانوس»، صحرا کریمی، رئیس پیشین «افغان‌فلم»، اعلام کرد که طالبان با تغییر نام این نهاد به «مدیریت سمعی و بصری»، درصدد حذف هویت فرهنگی و تاریخی افغانستان هستند. وی این اقدام را بخشی از پروژه‌ای برای تحریف حافظه جمعی و کنترل روایت‌های تصویری کشور دانست.
۲ میاشتی پیش
5:41 ب.ظ
بحران افغانستان؛ از مداخلات خارجی تا ضعف داخلی؛ آیا تغییرات مثبت اجتناب‌ناپذیر است؟
بحران افغانستان؛ از مداخلات خارجی تا ضعف داخلی؛ آیا تغییرات مثبت اجتناب‌ناپذیر است؟
«مداخلات خارجی و حمایت از گروه‌های شبه‌نظامی در افغانستان در ایجاد وضعیت کنونی نقش کلیدی داشته‌ و رهبران سیاسی افغانستان نیز که با نگاهی به بیرون، بر عمق و پیچیدگی این بحران افزودند، از این مسئولیت مبرا نیستند...»
۲ میاشتی پیش
1:14 ب.ظ
یونس قانونی: غیبت طالبان در نشست بن از کاستی‌های بزرگ آن بود
یونس قانوني: د بن په غونډه کې د طالبانو نه شتون د هغې له لویو نیمګړتیاوو څخه وه
۳ میاشتی پیش
1:55 ب.ظ
پاکستان: امکان لغو توافقات با طالبان وجود دارد
پاکستان: له طالبانو سره د تړونونو د لغوه کولو امکان شته
۳ میاشتی پیش
4:36 ب.ظ
درگیری در مرز پاکستان و افغانستان؛ هشت جنگجوی تحریک طالبان کشته شدند
د پاکستان او افغانستان په پوله کې شخړه؛ د تحریک طالبان اته جنګیالي ووژل شول
۳ میاشتی پیش
3:03 ب.ظ