د معمار پرس د خبر له مخې؛ د یاد بانک په اعلامیه کې چې نن خپره شوې، ویل شوي دي: “پرون یو شمېر رسنیو د افغانستان بانک د ویاند له قوله د نړیوالو مرسته کوونکو د بشري مرستو د بندېدو په اړه راپور خپور کړی دی چې حقیقت نلري.”
د افغانستان بانک، د رسنیو له مسئولینو څخه غوښتي چې د خبرونو په لیکلو او خپرولو کې دې د بېطرفۍ اصل ته پاملرنه وکړي او د عامه ذهنونو د خرابوالي سبب نشي.
دغه بانک څرګنده کړې چې، د هر هغه اصولي اقدام چې هېواد ته د اسعارو د راتګ او د ټولنې له اړمنو کسانو سره د مرستې لامل کېږي؛ ستاینه کوي او د بانکي سکتور د لا پیاوړتیا او ټینګښت په برخه کې به خپلې هڅې جاري وساتي.
د یادونې وړ ده چې د مرستندویو هېوادونو د بشري مرستو د لېږلو بهیر له پیله تر اوسه، د بشري مرستو ۵۴ کڅوړې چې نږدې دوه میلیارډه امریکايي ډالره کېږي؛ افغانستان ته رارسېدلې دي. د دغو مرستو وروستۍ ۴۰ میلیونه ډالري کڅوړه د روان کال د لېندۍ په ۲۳مه کابل ته رارسېدلې وه.

- 50
- کې خپور شو 1:41 ب.ظ
- د خبر شمیره 2156
- January 8, 2023
- کې خپور شو 1:41 ب.ظ
- د خبر شمیره 2156
- January 8, 2023
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 13:41 - January 8, 2023
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=2156
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



